پنجشنبه, مې 16, 2024
Homeخبرونهمولوي کبیر: هغوی چې زموږ جګړه« جهاد» نه ګڼي « بې ناموسه»...

مولوي کبیر: هغوی چې زموږ جګړه« جهاد» نه ګڼي « بې ناموسه» دي

تاند ( چارشنبه، د دلوې ۱۸ مه) د طالبانو د رژیم یو شمېر لوړپوړو چارواکو نن په کابل کې د یوې لویې غونډې له بللو سره له خلکو وغوښتل، چې د رژیم ملاتړ یې وکړي.

په دې غونډه کې د طالبانو د رییس الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر خلکو ته په وینا کې وویل، چې دوی د پرځیدلي جمهوري نظام خلاف او د ده په ټکیو د « اشغال» پر ضد «جهاد» کې خلک ورسره شریک ګڼي.

هغه دا هم وویل، چې د دوی رژیم کې هم خلک ورسره شریک دي او ساتنه کې هم باید ورسره مرسته وشي.

مولوي کبیر پرته له دې، چې د دوی د رژیم پرځولو په اړه کومې مشخصې کورنۍ یا بهرنۍ هڅې ته اشاره وکړي،   وویل هیچا ته به د دوی خلاف د هڅو اجازه ورنه کړي.

نوموړي د خپلو خبرو په یوه برخه کې هغه کسان په توندو ټکیو یاد او ان وښکنځل، چې د ده په وینا د طالبانو شل کلنه جګړه « جهاد» او د دوی تر واکمنۍ مخکې افغانستان« اشغال شوی» نه بولي.

مولوي کبیر دا ډول خلک « بې ناموسه او بې غیرته» وګڼل او تور یې پورې کړ، چې د دوی له واکمنیدو مخکې د خلکو« ناموس» خوندي نه و.

د طالبانو د دفاع وزیر ملا یعقوب مجاهد بیا په دې غونډه کې وویل، چې افغانان باید له نفاق لاس واخلي او په عملي توګه د ملي یووالي لپاره کار وکړي.

هغه د کوم هېواد له نوم اخیستو پرته ویلي چې په افغانستان کې د عصري او دیني زده‌کړو ترمنځ د واټن رامنځته کولو هڅې کېدې چې تر ډېره بریالۍ هم وې.

په وروستیو کې طالب چارواکي بیا- بیا د خپل رژیم د ملاتړ لپاره خلکو سره غونډې کوي، خو د څارونکو په باور، خلکو ته پکې پېغورونه ورکوي، ښکنځل کوي چې نور هم ورڅخه د خلکو د زړه توري کېدو سبب کیږي.

4 COMMENTS

  1. د پنجاب زنځیر په غاړه غلام او شین یابو کبیر ټه: ښځه او لورګانو ستا سو په کراچي کې چکري وهي، او بې ناموسه افغانان دي؟

  2. ته دپنجاب خر او ښځه دی دپنجاب خره بیناموسه خو ته یې چی ښځه دی پنجابیو درنه ګرو کړې بیغیرته ستا جهاد نه ده کړې ستا خیټه د مسجدونو په چنده پړسیدلی ده جهاد د افغانستان ملت وکړ ته د امریکایې د سامان له زور څخه راغلی که میړه دې امریکا وغواړې صبا دې بیرته ورکوې امریکا ته د اسلام نامبدی لپاره راوستې یې چې اسلام نام بده کړې او دمسلمانانو زړونه له اسلام څخه تور کړې لعنت دی ستا په دا کوګ خینزیر سټ شۍ

  3. په تېروڅلوېښتوکلونو خصوصا په وروستیوشلوکلونوکې له افغانانوسره د هرې ډلې له خوا ډېرظلمونه وشول. هرې ډلې د خپلې وسې په اندازه ظلم ،خیانت اوله ملت سره جفا وکړه . پرخپل ولس یې جنګونه تحمیل کړل ، ويې وژل ، له کورونو یې وشړل ، مال اوملکیتونه یې غصب کړل . خو د هرې ډلې جفا معلومه ده . هغوی چې په قدرت کې وو ،خپل مخالفینو سره یې بې حد ه ظلم وکړ . او هغوی چې په مخالفت کې ول ، لارې ، پلونه ، روغتونونه ،ښوونځي ، دولتي ادارې او بیت المال یې لوټ ، وران او وسوځاوه . چې دا تر ټولو لوی اوملي خیانت دی . دا اعمل هېڅ د بښلو نه دي ،
    دوی د خپلو مخالیفینو پرضد د پردیو مرستې ترلاسه کړې ، سکر 20 ، سکر 30 ، او نور ډول ډول بمونه ، ماینونه ، سپکې او درنې وسلې یې د خپل ملت پرضد وکارولې ، ځانونو ته یې مجاهدین وویل چې په حقیقت کې ملي خاینین ، د آی اس آی مزدوران او غلامان ول . جهاد د خپلو خلکو پرضد نه وي ، جهاد له کفر سره وي . مګر دوی به له کفارو سره اوربند وکړ او د خپلو وطندوسته خلکو او عسکرو سره جنګ وکړ .
    د دوی کورنۍ اوس هم په نورو هېوادونو کې اوسې . عیشونه اوچړچې کوي . اما په خپلوهېوادوالو یې داسې ظلمونه شروع کړي چې د خپل سر په کاسه کې یې اوبه ورکړي . لس ډوله مالیې اوجریمې ترې اخلي ،کار اوروزګار نشته ، پاچاهي او دولتمداري په کنځلو ،توهین ، پېغورونه نه کیږي . د خپل ولس زړونه ترلاسه کړئ ، له خلکو صادقانه بښنه وغواړئ . په خپل ولس کبر مه کوئ اوکه نه وي د الله تعالی وهل ډېر سخت دي . وماعلینا الاالبلاغ .

  4. دې ته که د جهاد په ځای فساد، مردګاوي او جاسوسي وویل شي ښه به وي. ننۍ نړۍ کې د مسلمانانو په مینځ کې د جهاد کلمه د کفري هیوادو په لاس ددین د نوم نه استفاده او بیسواده مسلمانان تیر ایستل دي. همدا کبیر اوس هم د سی ای ای ایجنټ دی. خپله ښځه او لور پنجابي ته پریښودل او په غرو کې هلک ساتلو ته دوی جهاد وایي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب