جمعه, مارچ 29, 2024
Homeخبرونهد کندهارګمرک رئیس خپل مامورین او یو سوداګر وهلي - ډبولي

د کندهارګمرک رئیس خپل مامورین او یو سوداګر وهلي – ډبولي

تاند ( چهارشنبه، دسرطان ۲۵) په کندهار ولایت کې د ګمرک د ریاست کارکوونکي ادعا کوي، چې د ګمرک رئيس لومړی بندیان کړي او بیا یې سخت وهلي دي.

منظور احمد او هدایت الله د کندهار دګمرګ یاست هغه کارکوونکي دي، چې وهل شوي دي.

دوی وایي وروسته له هغې یې بندیان او بیا وهل شول کله یې، چې د یوه سوداګر په ننګه د هغه د معاف شوي جریمې د نه اخیستلو یادونه رئيس ته وکړه.

په ورته مهال د کندهار یو سوداګر هم ادعا کوي، چې د ګمرک رئیس د یادو مامورینو دخلاصون پر مهال وهل شوی او د ګمرک د رئيس ساتونکو یې کالي څیرلې دي.

بل لورته د کندهار د ولایت مقام  بیا د پېښې په اړه د څیړنو خبره کوي.

د یاد ولایت د والي ویاند بهیر احمدي وایي، دوی پېښه د عدلي او قضايي ارګانونو سره په ګډه څیړي او پایلې به یې وروسته شریکې کړي.

احمدي زیاته کړه یادو کسانو لومړی د ګمرک رئیس ته سپکاوی کړی او په خبره یې ځکه د ګمرک د رئیس ساتونکو وهلي دي.

هغه وایي د موضوع د لا ښه څیړلو او وضاحت په موخه یې د یاد کس د ادعاو او د ګمرک ریاست د مسؤلینو په غوښتنه موضوع عدلي او قضايي ارګانونو ته لېږلې څو قانون سره سم اجرات ترسره شي او حق حقدار ته وسپارل شي.

یوشمیر په دې باور دي، چې په ګمرکونو کې د فساد شتون هغه څه دي، چې ډیر کله په کې دا ډول ناندرۍ رامنځته کیږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب