دوشنبه, اپریل 29, 2024
Homeخبرونهپاکستانی سناتور د پولې دواړو غاړو پښتنو له پراخ غبرګون سره مخامخ...

پاکستانی سناتور د پولې دواړو غاړو پښتنو له پراخ غبرګون سره مخامخ شو

تاند (چهارشنبه، د سرطان ۲۵) پاکستاني سناتور له خپلو خلکو غوښتي چې وسله راواخلي او په افغانستان کې جګړه وکړي.

د پاکستان د سنا غړي محمد علي سیف ددغه هېواد سنا ته د وینا پر مهال ویلي، وسله واخلئ افغانستان کې جهاد وکړئ پوځ مو ملاتړ کوي.

سیف خپل خلک په افغانستان او کشمیر کې جګړې ته هڅولي او ډاډ یې ورکړی چې پوځ به په هر حالت کې د دوی تر شا ولاړ وي.

د محمد علي سیف په غبرګون کې د پاکستان پخوانی سناتور او د سیاسي چارو شنونکی افراسیاب خټک وايي، پاکستان د افغانستان پر وړاندې سالم سیاست نلري او ټول کارونه وخت او حالاتو ته په کتو تنظیموي او نمایشي حرکات تر سره کوي.

هغه دا هم ویلي چې دوی نه یواځې د افغانستان سره دوه مخی چلند کوي بلکې د سیمې هېوادونو سره هم ورته عمل کوي.

د خټک په خبره پاکستان چې په وروستیو کې کومې سوداګریزې لارې پرانیستي حتمي ده چې د څه تمه لري.

خټک دغه څرګندونې داسې مهال کړي چې ټاکل شوې ده چې پاکستان پر افغان صادراتي مالونو د هند د واګې لار نن (چهارشنبه) پرانیزي.

امریکا هم د افغانستان صادراتو ته د لارو د پرانیستلو په خاطر د پاکستان د پرېکړې هرکلی وکړ.

امریکا د افغانستان صادراتو ته د لارو د پرانیستلو په خاطر د پاکستان د پرېکړې هرکلی وکړ

د خټک په خبره پاکستان ته پکار ده چې د دواړو هېوادونو د پرمختګ لپاره سالم سیاست غوره کړي او د طالبانو د ملاتړ پر ځای دې له افغان حکومت سره اړیکې پیاوړې کړي.

باید وویل شي چې د پاکستاني سناتور څرګندونو نه یواځې د پولې هغې غاړې پښتنو غبرګونونه راپارولي، بلکې په افغانستان کې هم د پراخو غبرګونونو سره مخ شوی دی.

په ولسي جرګه کې د خوست د خلکو استازی کمال ناصر اصولي په یوه ويډیوي پیغام کې وايي، هر شخص چې په افغانستان کې ټوپک را اخلي، د پاکستان اقتصاد پیاوړی کوي او معاملو ته زمینه سازي کوي.

د اصولي په خبره د طالبانو روانې جګړې دېته زمینه برابره کړې چې پاکستان د ډيورنډ په کرښه اغزن تار ولګوي.

ده په خپلو خبرو کې ویلي پاکستان تل هڅه کړې چې خلکو ته د جهاد انګېزه ورکړي او له دې لارې یې خپل هېواد ته خدمت کړي.

8 COMMENTS

  1. د طالب دپاکستان اجير او مزدور دي ۔ د پاکستان لپاره افغانان وژنی او افغانستان ورانوي۔

    کلهبه هوښیاریږو

  2. ددې تروریست دنجیب دوخت دجلال آباد جګره په یاد نه ده -چې پاکستانی عسکرو او دآی.اس . آی منسوبینو خپل پرتوګونه لړی ول – اودخپلو خښتګونو دپاکولو توان یې نه درلود – چې بیا دپولې هغه غاړه تنظیمیانو ورته پاک کړل

  3. تر څو چی د پردیو له خوا داسی تش په نامه حکومتونه د ملت پر اوږو سپاره کړ شوی وی نو پنجابی پاکستان به دداسی پنجابی علنی فتوا ګانو جرأت کوی ، دا بی سواده ملت هوښیار دی اصلی غم پدی مرتجعو منورینو کښي دی چی حتی بی غیرته پنجابی د ټوپکو اخستلو فتوا ورکولای شی، باید ذکر شی چی پنجابی پاکستان د خپلو روزل شوو غلامانو په ملاتړ دداسی خائين جرأت باندی لاسونه پوری کړی دی ، منورین باید د بی تفاوتی له خوبه راپاڅی او د ملت سره ودریږی!!!!!

  4. دا یواځي دده خبره نه ده، بلکې د پاکستان اکثر سیاسيون يې افغانستان کي اوربل غواړي، خو ده دومره جرئت وکړ چي د زړه خبره يې پر خوله راوړه.

    متأسفانه زموږ لوده مشران هم د دوی سره په ډېرو مواردو کي همنظره دي، که نه، نو ولې مو په وطن کي په پاکستاني اورلګېټ اور بل ساتلی دی.

  5. د پنجاب د سینما دغی کم عقله غړي محمد علي سیف ته وایم، چه بیسواده کتابونه ولوله، د مور، پلار، نیا او نیکه څخه دیی پوښتنه وکړه، دغه تش په نوم کاذب ملک یا دانګریزانو د جاسوسی هډه تاسو ته د موقت وخت لپاره انګریزانو درکړی ده. مه خو شحالیږه ستا نیا او نیکه او جناح اصلی د هندوستان دی. دغه ملک چه ته پکښی مهاجر یی ستا لپار موقتی دی. د دغه وطن اصلی اوسیدونکی پښتانه او بلوڅان دی.
    ستا دغه بی اساسه خبری دا معنی ورکوی چه ته ځان مشهورول غواړی، ځکه په سنا کی دپوډریانو پشان ناست یی، خبری دې زده نه دی اوس غواړی په دغه خبرو ځان خلکو ته ښکاره کړی.
    هغه ورځ به لری نه وی چه د موقتی او کاذب پاکستان نوم د نړی د نقشی څخه پاک شی.

  6. هغه متل ده چې ونې ویل که د تبر لاستی زما له ډډې نه وای ، زه به تبر هېڅکله نه وم ماته کړې .
    فکیستان چې خپله یو جعلي هېواد دی او د خپل بادار له خوا د افغانستان او هند پر خاوره موقتا د سیمې د تخریب لپاره جوړ شویدی ، د خپلې بقا اصلي عامل د ګاونډیو هېوادونو په خاورو کې د جنګ اوربلول بولي . دوی ملامت ندي پدې تېرو اویا کلونو کې پدې شکل سره خپل کرغېړن ژوند ته دوام ورکړی دی چې د خپلو خلکو فکر بلې خوا ته متوجه کړي.
    د فکیستان فوج د افغانستان لپاره رنګارنګ د مجاهدینو ډلې ، ټالبان ، داعش ، لشکر طیبه او … نور جوړکړیدي او د هغوی په وسیله زمونږ د ګران هېواد ثبات او پرمختګ له منځه وړل شوی . د افغانستان په وروستیو انتخاباتو کې یوې خوا ته 39 میلیونه ډالرو مرسته اود دوی د ګټو ساتلو لپاره بیا په قدرت کې ساتل او له بلې خوا د ټالبانو د لجاجت او مسلمان وژونکو دوامداره جګړو له لاسه فکیستان د ډیورند فرضي کرښه د افغانستان خاورې ته را وړاندې کړه او لا کوشش کوي چې یو تورمخی کرغېړن ، د حجر د دورې لرونکی فکرونو خلک زمونږ په خاوره حاکم او افغانستان پاته برخه د نړۍ د عقب ماندګی پرموزیم بدله کړي .

  7. پدې کی خو شک نسته چی ددی باټو او لاپو مخاطبین د پاکستان پښتانه دی، که نه سندیان او پنجاپیان او بلوڅان خو نه دومره جرئت لری او نه ملی – مذهبی – اخلاقی رسالت او حتی قدرت او احساس.
    خو
    دا واقعیت ما غوندی ملنګان ډیر بد ځوروی چی:
    موږ لسیزی لسیزی ستونی څیرلی دی چی لر او بر یو دی
    خو
    داسی ښکاری چی ( زما همیشه له یاده وځی چی بر ئې کومه ده او لر ئې کومه خوا، خو ها خوا) د ها خوا پر پښتنو ستره پانګه اچونه سویده چی زموږ سره خپلی دښمنی ته رنګ او ادامه ورکړی.
    نه پوهیږم ( آیا اجازه ده ووایم نه پوهیږو ) چی:
    موږ احمقان یو او که د ها خوا پښتانه؟

  8. نه لر او نه بر پښتانه احمقان دي. یوازی هغوی احمقان دی چی غواړي پښتانه سره ووېشی. او مغرضانه نظریات لري. دا خرکوس وکیل هسې د پنجاب په خوله غول خوړي

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب