پنجشنبه, مې 16, 2024
Homeخبرونهامریکا د افغانستان صادراتو ته د لارو د پرانیستلو په خاطر د...

امریکا د افغانستان صادراتو ته د لارو د پرانیستلو په خاطر د پاکستان د پرېکړې هرکلی وکړ

تاند (چهارشنبه، د سرطان ۲۵) د امریکا متحدو ایالتونو د پاکستان د دې پرېکړې هرکلی وکړ چې له خپلو بندرونو او لارو یې د افغانستان د تجارتي مال صادرېدو ته اجازه ورکړه.

ټاکل شوې ده چې پاکستان پر افغان صادراتي مالونو د هند د واګې لار نن (چهارشنبه) پرانیزي.

پاکستان پرون خپله لار د افغان سوداګرو د صادراتي مال پر مخ خلاصه کړه چې د واګې بندر له لارې هند ته صادر شي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ټویټر له لارې د پاکستان د پرېکړې هرکلی کړی او ویلي یې دي:

«موږ د افغانستان د سوداګرۍ پر مخ د انګور اډې، کراچۍ بندر او واګې بندر د بیا پرانیستلو په اړه د پاکستان د اعلان هرکلی کوو. دا په دواړو هیوادونو کې د ژوند له ښه والي او سوکالۍ سره مرسته کوي. د افغانستان صادراتو ته د اسانتیاوو برابرول د افغانستان سوداګري، چې د کورونا وایرس د خپرېدو له کبله له ستونزو سره مخامخ شوې، غوړولی شي.»

د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي چې د واګې بندر په پرانیستلو به د افغانستان محصولات د هند مارکیټونو ته ورسېږي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي، له افغانستان سره د شوو هوکړو له مخې غواړي د سوادګرۍ او ترانزیت په برخه کې د دواړو هېوادونو اړېکې پراخې شي، نو ځکه یې د افغانستان د صادراتو پر مخ یاد بندر پرانیستی چې سر له سبا به سوداګري پیل شي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت پرون په یوه اعلامیه کې وویل: “پاکستان په خپلو ټولو بندرونو کې له افغانستان سره دوه اړخیزه سوداګري او د افغانستان د سوداګریزو توکو د ترانزیت وضعیت د کوروناویروس له خپرېدو وړاندې حالت ته بېرته ګرځولي دي”.

پاکستان ویلي، هڅه کوي له افغانستان سره خپلو اړیکو ته ښې کړي او د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګري پیاوړې کړي.

3 COMMENTS

  1. که افغانستان کومه چاره لري او که د ایران له بندرونو خپل صادرات او واردات وکولی شي نو نور دې ددې پاکستانی لعین حکومت سره معامله نه کوي. دا ډیر خبیث او چټل ملک دی له دوئ سره معامله په خدای قسم چی افغانستان ته تاوان لري. دوی غواړي افغانستان بیا خپلې قبضې لاندې راوړي. له یوې خواه افغان وژنه او له بلې خواه افغانستان سره مرسته. والله که سلیم عقل ته د منلو وي. که څوک له یوه غاره دوه ځله چیچل شوی وي او بیا هم لاس وروړي احمق دی. په پاکستاني حرموني حکومت باور په کار نه دی

  2. په خواشینۍ سره پاکستان په نړیوالو اړیکو کې د خپلو مسوولیتونو د سرته رسولو په برخه کې لکه خپل تاریخ د ماشومانو په شان لوبېږي . افغان سوداګر باید پدې برخه کې د تل په شان له احتیاطه کارواخلي .
    د ایران دولت که هرڅومره له افغانستان سره خپل مناسبات بحراني او خراب وویني ، بیا هم خپلو نړیوالو دندو او ژمنو ته پابند دی . لږ تر لږه له سوداګرو سره قانوني او د نړیوالو نورمونو مطابق عمل کوي .

  3. ستاسو خو امريکا هم د افغانستان بندرونه (لارې)‌‌ ښې پيژني. هغه د کراچۍ بندر نه دی،‌ Kharlachi …‌ دا په خوست کې د پاکستان سره یوه غیر رسمي لاره ده (‌خرلاڅي )‌ یې نوم دی.‌

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب