شنبه, نوومبر 23, 2024
Homeخبرونهمولوی کاکازاده وايي، نه کابل ته تللی او نه د طالبانو په...

مولوی کاکازاده وايي، نه کابل ته تللی او نه د طالبانو په منځ کې اختلاف شته

تاند (چهارشنبه، د سرطان ۲۴) په کراچۍ کې د طالبانو کونسل جنرال مولوي رحمت الله کاکازاده هغه راپور ردوي چې ګنې د هلنمد د طالبانو یو مهم پیغام یې کابل ته وړی دی.

د روانې اوونۍ د دوشنبې په ورځ یوې سرچینې تاند ته وویل چې کاکازاده د هلمند د نظامي شورا یو مهم پیغام کابل ته وړی او هلته یې د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر محمد حنیف اتمر او د حج او اوقاف وزیر مولوي عبدالحکیم مُنیب سره کتلي دي.

په خبر کې همداراز راغلي و، د افغانستان حکومت ته د ښاغلي کاکازاده له لوري په رسول شوي پیغام کې راغلي چې له کوچني اختره وروسته له زیات شوي تاوتریخوالي سره طالبان موافق نه دي او دا تشدد د کوټې، پېښور او کراچۍ شوراګانو له لوري پیل شوی دی.

مولوي رحمت الله کاکازاده تاند ته په یوه راستولي برېښنا لیک کې دا موضوع په کلکه رد کړې چې ګنې کابل ته تللی یا د طالبانو په لیکو کې اختلاف دی.

خو هغه سرچینه چې ادعا کوي کاکازاده کابل ته تللی، ټینګار کوي چې نوموړی په ۲۰۱۷ م کال هم کابل ته تللی و او له حنیف اتمر سره یې، چې هماغه مهال د ملي امنیت سلاکار و، کتلي و.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب