پنجشنبه, سپتمبر 19, 2024
Homeمقالېد افغان سولې پر وړاندې د هند دریځ | روین پوپل

د افغان سولې پر وړاندې د هند دریځ | روین پوپل

تر اوسمهاله د بین الافغاني مذاکراتو پروسه ګونګه روانه ده او څوک په پوره ډاډ نه شي ویلای چې څه به ترسره کېږي. که څه هم چې له یوې زاویې څخه سولې ته د خلکو هیلي ډېرې شوي دي خو له بلې خوا په دې برخه کې اندېښنې لا پر خپل ځای پاته دي.

دا اندېښنې په غالب ګومان نه یوازې داخلې بعد لري بلکې تر ډېره بهرني ريښې هم لري. دا چې تر اوسه په نړۍ او سیمه کې څومره هیوادونه د افغان سولې پروسې خلاف دي دقیقآ څوک څه نه شی ویلی, خو د نړۍ د نورو هېوادونو په نسبت تر ډیره د سیمي ځیني هیوادونه چې هر یو یې په سيمه کې خپل خاص هدف او سټراټیژي لري، د افغان سولې په پروسه کې د خپلو ګټو پر محور راچورلي. په دې اساس په دې پروسه کې خپل موافقت او مخالفت ښیې.

د پ اکستان او ایران په اړه ډېر څه ویل شوي او تر ډېره خلک پوهیږي چې دا دوه هیوادونه د افغانستان د سولې په وړاندې څومره مننفي دریځ او رول لري. دلته غواړم د افغان سولې په وړاندې د هند پر دریځ خبرې وکړو.

هند له تېرو څو کلونو راهیسي هڅه کوي چې د خپل نفوذ له دودیزې ساحې یعنې (جنوبي آسیا) څخه تیر ها خوا د منځنۍ آسیا هیوادونه هم په اقتصادي لحاظ تر خپل نفوذ لاندې راولي. موږ تر یوې اندازې د هند هڅې په افغانستان کې وینو. دغه هیواد په تېرو ۱۹ کلونو کې شاوخوا ۴ ملیارد ډالره مرسته کړې او د چاه بهار بندر یې جوړ کړ چې له دې لارې له افغانستان او منځنۍ اسیا سره سوداګري اړیکې ټینګې کړي.

هند پر اقتصادي ګټو سربېره له چین او پاکستان سره د سیالۍ له کبله هم اړتیا ویني چې له افغانستان او منځنۍ اسیا سره اړیکې نژدې کړي او د منځنۍ اسیا د انرژۍ بازارونو ته ځان ورسوي. هند دې هدف ته د افغانستان له لارې په اسانه رسېدای شي.

افغانستان باید د قدرتونو ترمنځ په هر اړخیزه توګه خپل توازن وساتي چې افغانستان د سیمه ییزو او نړیوالو قدرتونو ترمنځ د منفي سیالۍ په ځای د هغوی ترمنځ د مثبتې سیالۍ پر میدان بدل شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب