جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeروغتیاله زیږون مخکې څارنه| ډاکټر استاد شفیقه صدیقي

له زیږون مخکې څارنه| ډاکټر استاد شفیقه صدیقي

ټولې ښځې د امیندوارۍ په دوران کې څارنې ته اړتیا لري، چې دې ته له زیږون څخه مخکې څارنه ویل کېږي؛ له زیږون څخه مخکې څارنه له مور او ماشوم سره مرسته کوي ترڅو روغ او سالم پاته شي او د زیږون په وخت کې له ستونزو څخه مخنیوی وشي، دا څارنه کولای شي خپله مور، کورنۍ، ټولنه، قابله او یا هر هغه څوک چې د امیندوارۍ په حالاتو پوهیږي ترسره کړي. په ځینو ځایونو کې قابلې له زیږون څخه مخکې څارنه میندو ته نه ترسره کوي، يوازې د زیږون په وخت کې له هغوی سره مرسته کوي، دا معمولاً ددې سبب ګرځي چې خلک هغه وخت ډاکتر یا طبیب ته مراجعه کوي چې کله ناروغ واوسي، یا هم کومه ستونزه ولري. د امیندوارۍ مرحله یوه نارمله پروسه ده، شاید ځینې خلک فکر وکړي چې له  زیږون څخه مخکې څارنه کوم ارزښت نه لري، خو قابلې په دې باور دي که چېرې له مور څخه د امیندوارۍ په جریان کې ښه څارنه ترسره شي، د زیږون په وخت کې به يې ستونزې کمې او صحتمند ماشوم به دنیا ته راوړي. 

له زیږون څخه مخکې څارنه دوې مهمې موخې لري

  1. لیدل او غوږ نیول: له مور څخه د مشکلاتو او تېرو زېږونونو په اړه پوښتنه کول.

لابراتواري معاینات ( HB, Blood Group, VDRL) 

 او فزیکې معاینات ( د حمل اندازه تعینول، د جنین پریزینتیشن او فوزیشن مالول، د جنین د زړه اوازنه تعقیبول، د مور د وینې فشار، حرارت درجه، تنفس او نبض کتل) ترسره کول. 

د تیتانوس ضد واکسین ورته کول او د هغې پوښتنو ته غوږ نیول. 

  1. مشوره ورکول: د یوې ښې امیندوارۍ لپاره میندو ته مشوره ورکول مثلاً: څنګه خواړه وخوري او له کومو شیانو څخه پرهېز وکړي.

 د زېږون پلان ورته ویل (د زیږون ځای، پیسې، وینه ورکونکی شخص، د انتقال وسیله، د ماشوم لپاره وسایل …). 

کله چې مور له خپلې امیندوارۍ خبره شي، نو قابلې باید د هغې څارنه شروع کړي او په منظم شکل باید خپلې څارنې ته دوام ورکړي؛ هره ښځه باید څلور ځلې روغتیایي مرکز ته مراجعه وکړي چې موږ دې ته «چک اپ» یا معاینه وایو، دا کتنې له تاسو سره مرسته کوي ترڅو د ښځو له روغتیایي وضیعت څخه خبر شئ او پر وخت یې تشخیص او درملنه وکړئ، که په کومه امینداره ښځه کې د خطر نښې ولیدل شي باید د کتنو شمیر یې ډېر او ژر ژر ترسره شي.

د مور امېندواري او د ماشوم وده

ANC ( Anti Natal care) مخکې له زیږون څخه څارنه

عبارت د فزیکې، روحي، جسماني او رواني څارنې څخه ده، ترڅو موږ وکولای شو یوه صحتمنده مور او ماشوم لاس ته راوړو.

ANC څلور عمده موخې لري:

  1. د مور او ماشوم د مړینې کچه راټیټول 
  2. د اختلاطاتو کشف، تشخیص او په وخت سره درملنه کول
  3. د ولادې سؤشکل ماشومانو تشخیص
  4. دیوه صحتمنده ماشوم لاس ته راوړل

هره مور باید له زیږون څخه مخکې څلور (۴) ځلې روغتیایې مرکز ته مراجعه وکړي. 

  1. له ۱۶ ــــــ ۲۴ اوونیو یا د شپږمې میاشتې تر پایه پورې
  2. له ۲۴ ــــــ ۲۸ اوونیو یا د اوومې میاشتې تر پایه پورې
  3. له ۲۸ ـــــ ۳۲ اوونیو یا اتمې میاشتنې تر پایه پورې
  4. له ۳۲ ـــــ ۳۶ اوونیو یا د نهمې میاشتې تر پایه پورې

که د امېندوارۍ په دوران کې یو له لاندې اختلاطاتو څخه په مور کې ولیدل شول، نو بېړنۍ مرستې باید ودرسره وشي: 

دامیندوارۍ( ۷) غټ اختلاطات ( خطرونه ):

  1. شدیده وینه بیهدنه 
  2. اختلاطي سقط (نقصان)
  3. نفاسي انتانات 
  4. اوږد شوی زیږون
  5. د رحم څیرې کیدل
  6. له رحم څخه بهر امیندوارۍ
  7. ایکلامپسیا او پري – ایکلامپسیا

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب