جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeروغتیاد مور امېندواري او د ماشوم وده

د مور امېندواري او د ماشوم وده

لیکنه: ډاکټر استاد شفیقه صدیقي

ښځې څنګه امېندواره کېږي؟

هره میاشت د ښځې یوه کوچنۍ تخمه (هګۍ) ازادېږي، چې بیا د نفیر (نل) په واسطه رحم ته راځي.

 

نارینه په خپلو خصیو کې واړه حجرات د سپرم په نوم جوړوي، کله چې جماع صورت نیسي، له هغوی سره یوه مایع د مني په نوم له تناسلي غړي څخه خارجېږي، چې په یوه جماع کې په میلونونو سپرمونه او مني خارجېږي.

د جنسي مقاربت په وخت کې چې کله نارینه خپل سپرم د ښځينه په مهبل کې خالي کړي، سپرم له مهبل څخه رحم ته او له هغه ځایه نلو یا نفیر ته ننوځي، که چېرې یو سړی د هګۍ د ازادیدو په وخت کې جماع وکړي، یو له سپرمو څخه امکان لري چې له هګۍ سره یو ځای شي، هغه هګۍ کولای شي په رحم کې ځان غرس کړي، که چېري داسې حالات رامنځ ته شول نو ښځه امېندواره کیږي. 

په کومه میاشت کې چې ښځه امېندواره نه شي، د رحم هغه برخه چې د هګۍ د لوېدلو لپاره تیاره شوې وي تخريبېږي او ازاده شوې تخمه دوه اوونۍ وروسته له رحم څخه راوځي چې موږ دې حالت ته میاشتنۍ مریضي او یا حیض وایو. 

ماشوم څنګه وده کوي؟

وروسته له دې چې د ښځې په رحم کې هګۍ او سپرم یوځای شول دواړه د حجراتو یوه ډله جوړه وي او وده کوي چې وروسته په جنین بدلېږي. 

مور چې له تنفس کولو څخه اکیسجن اخلي او له خوراک څخه تغذیه کېږي، همدا اکسیجن او خوراک د پلاسنتا او حبل سروي (نوو) له لارې جنین ته رسېږي، په اولو دریېو میاشتو کې شاید سخته وي چې بهر کوم بدلونونه ولیدل شي، خو په داخل د رحم کې د جنین غړي، هډوکي او د وجود نورې برخې د تشکیل او ودې په حال کې وي، په دې میاشتو کې ډېره مهمه ده چې ښځه د ډاکتر له مشورې پرته درمل، الکولي مواد او زهري مواد ونه خوري، ځکه دا ټول د جنین په جوړښت کې ستونزه جوړوي او همدارنګه د جنین له لویېدو سره د مور رحم هم لویېږي اوهم کولای شي د لاس په ایښودلو سره جنین وګوري.  

کله چې یوه ښځه د پنځو میاشتو امېندواره وي کولای شي له نوو (نوم) څخه لاندې خپل ماشوم حس کړي. 

کله چې یوه ښځه د اتو میاشتو امېندواره وي، کولای شي خپل ماشوم د معدې لاندې حس کړي.

ماشوم د مور په رحم کې د اوبو په یوه کڅوړه کې وي چې د امینیوتک مایع په نوم یادېږي او همدارنګه د حبل سروي (نوو) له لارې یې له پلاسنتا سره اړیکه وي، پلاسنتا خپله د رحم په جدار پورې نښتې وي. 

که تاسو غواړئ چې جنین د مور په رحم کې دننه وګورئ نو کیدای شي داسې یو حالت ووینئ. 

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب