جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهخوست؛ غلام خان بندر پرانیستل شو

خوست؛ غلام خان بندر پرانیستل شو

تاند (دوشنبه، د سرطان ۲) د افغانستان او پاکستان ترمنځ د غلام خان بندر لار له څه یوې نسبتاً اوږدې مودې وروسته نن پرانیستل شوه.

دا لاره، چې په وروستیو کلونو کې جوړه شوې، د کابل او د پاکستان د کراچۍ بندر ترمنځ تر ټولو نژدې لار ګڼل کېږي خو په بېلابېلو دلایلو د تورخم او سپین بولدک په شان د تګ راتګ او تجارت لپاره نه ده کارول شوې.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویندوی پرون وویل چې له افغانستان سره د پراخو اړیکو او د افغانستان د حکومت په غوښتنه یې پرېکړه کړې چې د غلام خان لار پرانیستل شي.

تر دې وړاندې په خوست ولایت کې افغان چارواکو هم ویلي وو، پاکستان ورسره موافقه کړې چې د جون په ۲۲مه به دا لاره د ګاډو د تګ او راتګ او په اونۍ کې یو ځل د شنبې په ورځ د خلکو د تګ راتګ لپاره پرانیستل شي.

پاکستان تر دې وړاندې د تورخم او سپین بولدک لارې، چې د کورونا وایرس د خپرېدو د مخنیوي لپاره یې په وروستیو کې بندې کړې وې، بېرته پرانیستې.

د خوست د سوداګرۍ او صنایعو خونو ريیس نواب امیرزي، د غلام خان لارې د پرانیستلو پرېکړه تایید کړه، ویې ویل:

«دا لار به په اوونۍ کې ۶ ورځې د سوداګري مالونو د کانتینرو پر مخ پرانیستې وي خو یوازې به د شنبو په ورځو خلکو ته د تګ راتګ لپاره اجازه وي چې له دې لارې تګ راتګ وکړي.»

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، دا پرېکړه وروسته له دې شوې چې د کورونا وایرس د مخنیوي لپاره ټول ضروري اقدامات وشول.

افغان او پاکستاني چارواکو په دې اړه څه نه دي ویلي چې په دې لاره د تګ راتګ کوونکو لپاره یوازې د تذکرې لرل شرط دي که پاسپورت او وېزه هم ورڅخه غوښتل کېږي.

د کورونا وایرس تر خپرېدو او د غلام خان بندر تر بندېدو وړاندې په دې لاره د ورځې له پنځوس تر دوه سوه پورې باري ګاډو تګ راتګ کاوه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب