Homeخبرونهپاکستان، د افغانستان صادراتو ته ټولې لارې پرانیستې

پاکستان، د افغانستان صادراتو ته ټولې لارې پرانیستې

تاند، دوشنبه، د سرطان ۲ مه: ځايي چارواکي او د سوداګرۍ خونې مسولان وایي، نن له افغانستان څخه پاکستان ته د صادراتو لړۍ رسماً پيل شوه.

د سوداګرۍ خونې مرستیال خان جان الکوزی وایي، پاکستان هوکړه کړې چې د یو خاص میکانیزم له مخې به پاکستان ته د افغان مالونو د انتقال اجازه ورکوي.

نوموړی وایي، له د‌ې وروسته به د غلام خان بندر، بولدک او تورخم بندر به په اونۍ کې د وارداتو او صادراتو لپاره شپږ ورځې خلاص وي. افغاني مالونو ته به د یو خاص میکانیزم له مخې اجازه ورکول کیږي چې هغه پاکستان ته تیر شي.نن رسماً دغه لړۍ شوېده.”

ښاغلي الکوزي وویل چې د تیرو شااوخوا څلورو میاشتو راپدېخوا پاکستان ته د افغان صادارتو لړۍ بنده شوې وه.

د افغان سوداګرو په وینا په دغه مواده کې د صاداراتو او وارداتو د بهیر ټکني کېدو له امله د دواړو خواو سوداګرو ته لوی اقتصادي زیانونه اوښتې دي.

بلخوا د ننګرهار سیمه ییزو چارواکو هم نن دوشنبه له یاد ولایت څخه پاکستان ته د افغان صادراتو د لړۍ پیلېدو خبر ورکړی دی.

د ننګرهار د والي ویاند عطاءالله خوګیاڼی تاند ته وایي، نن لس بجې رسماً ننګرهار څخه د تورخم له لارې کوزې پښتونخوا او پاکستان ته صادرات پيل شول او لومړی موټر په تورخم واوښت

ښاغلي خوګیاڼي ویلي چې د تورخم دروازه به د صاداراتو او وارداتو لپاره دوه طرفه خلاصه وي.

په اسلام اباد کې د افغانستان سفیر عاطف مشعل تیره اونۍ وویل چې ټاکل شوې بله اوونۍ به د تورخم، سپین بولدک – چمن او غلام خان د بندرونو له لارې پاکستان ته د افغان سوداګرو د مالونو صادرات پیل شي.

پاکستان د روان ۲۰۲۰ میلادي کال د مارچ د میاشتې په سر کې لومړی د چمن – سپین بولدک او بیا د مارچ په نیمايي کې د تورخم بندر د کرونا ویروس د وبا د خپریدو د مخنیوي د هڅو په لړ کې وتړل.

که څه هم له نږدې دوو میاشتو راهیسې پاکستان د تورخم او چمن – سپین بولدک بندرونه افغانستان ته د ترانزیتي مالونو د وارداتو پرمخ پرانیستي، خو په تیرو شاوخوا دریو میاشتو کې د افغانستان څخه پاکستان ته هر ډول صادرات بند شوي وو.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...