جمعه, مې 10, 2024
Homeخبرونهافغانستان کې د کورونا ناروغانو شمېر له ۲۹ زرو واوښت

افغانستان کې د کورونا ناروغانو شمېر له ۲۹ زرو واوښت

تاند، دوشنبه، د سرطان ۲ مه: عامې روغتیا وزارت وايي، تیر ۲۴ ساعتونه د هیواد په ۱۶ ولایتونو کې ۳۱۰ تنه په کورونا ویروس اخته شوي او ۱۲ نور مړه شوي دي.

روغتیا وزارت نن دوشنبه ویلي چې په تیره یوه شپه او ورځ کې د کورونا ویروس د ۸۹۹ مشکوکو سمپلونو معاینات شوي چې ۳۱۰ یې مثبت او پاتې منفي ثابت شوي دي.

په دې سره په افغانستان کې په کورونا ویروس د اخته کسانو شمېر۲۹۱۴۳ تنو ته ورسېد.

د افغانستان د روغتیا وزارت د معلوماتو په اساس له یادو پېښو څخه ۱۶۶ په کابل،۳۷کندهار،۱ پکتیا،۳ ننګرهار،۹ تخار،۵ بامیان،۲۲ بغلان،۲ لوګر،۲۱کندز،۳ پروان،۷ میدان وردګ،۹لغمان، ۵ هلمند،۱۱ بدخشان،۳ غور او ۶ په زابل ولایت کې ثبت شوي دي.

د روغتیا وزارت د رسمي معلوماتو په اساس په تیره یوه شپه او ورځ کې په څلورو ولایتونو کابل، ننګرهار،بامیان او میدان وردګ کې په کورونا ناروغۍ اخته ۱۲ تنه مړه شوي چې په دې سره د ټولو مړو شوو کسانو شمېر۵۹۸ ته لوړ شو.

همدارنګه په درې ولایتونو ننګرهار،بامیان او بغلان کې په کورونا اخته ۷۷ تنه بیرته روغ شوي چې په دې سره د ټولو روغ شوو کسانو شمېر۸۸۴۱ تنو ته ورسېد.

دا په داسې حال کې ده چې تیره ورځ د افغانستان د روغتیا وزارت سرپرست ډاکټر احمد جواد عثماني وویل چې په هیواد کې د کورونا ویروس پېښې د کمېدو په حال کې د،ږي خو ټینګار يې وکړ چې خلک لا هم باید روغتیايي لارښوونې مراعت کړي.
د یادونې ده چې نن د دوشنبې تر غرمې پورې دغه ویروس ټوله نړۍ کې ۴۶۸۳۷۴ کسان مړه کړي او نژدې ۹ میلیونه نور پرې اخته شوي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب