جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهپه متحده ایالاتو کې د کورونا واکسین پایله مثبت اعلان شوه

په متحده ایالاتو کې د کورونا واکسین پایله مثبت اعلان شوه

 

تاند(چهارشنبه، سرطان ۲۵)په متحده ایالاتو کې ساینس پوهان وايي د کورونا ویروس واکسین لپاره ازموینه بریالۍ وه.

د ساینس پوهانو په وینا چې دغه واکسین د مدرنا شرکت لخوا رامنځته شوي.

د واکسین لومړي پړاو پایله د ټولو پینځلس رضاکارانو لپاره مثبت وه.

واکسین په دې ټولو خلکو کې معافیت ترلاسه کړ چې هیڅ ناروغي نه درلوده،

او په هیڅ یو یې هم کومه منفي اغیزه نه درلوده.

مګر دې رضاکارانو نیمایي نښې نښانې درلودې لکه سر درد ، ستړیا او تبه.

دا د درملو لومړی شرکت دی چې د کرونا واکسین په انسانانو ازمایي او پایله یې هم مثبته وه.

د شرکت د څیړنې پایلې امیدونه راپورته کړي چې د کرونا ویروس واکسین به په نږدې راتلونکي کې جوړ شي.

له دې وړاندې هم د زیاتو هیوادونو شرکتونو اعلانونه وکړل چې د کرونا واکسین یې کشف کړي دي مګر تر اوسه یې پایلې بریالۍ نه دي

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب