جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهوسله والو طالبانو ته د عبدالرشید دوستم ګواښ

وسله والو طالبانو ته د عبدالرشید دوستم ګواښ

تاند (چهارشنبه، د سرطان۲۵) د ولسمشرپخواني مرستیال عبدالرشید دوستم افغانستان کې د جګړې پر دوام سخت غبرګون ښودلی او په هیواد کې یې د سولې روان بهیر د پوښتنې وړ بللی دی.

دوستم تیره شپه په جوزجان کې یوې غونډې ته د خبرو پرمهال ویلي: « دا څنګه سوله ده، چې طالبان له یوې خوا سوله کوي او له بلې خوا یې د جګړې لمن پراخه کړې ده.»

نوموړي له طالبانو وغوښتل، چې له جګړې لاس واخلي او زیاته یې کړه که داسې ونه کړي نو تر واک لاندې خاوره او ترلاسه کړی باوربه هم به یې بیا زیانمن شي.

دوستم وسله والو طالبانو ته ګواښ وکړ که جګړې ته همداسې دوام ورکړي نود وطن پالونکي به یې پر وړاندې میدان ته شي او دوی به د افغانستان له جغرافیې وباسي.

عبدالرشید دوستم داسې مهال وسله والوطالبانوته ګواښ کوي، چې ټاکل شوې نن چهارشنبه د جوزجان په مرکز شبرغان کې د یو لړځانګړي مراسمو پرمهال هغه ته د مارشالۍ رتبه ورکړل شي.

وسله والو طالبانو تراوسه په دې تړاو غبرګون نه دی ښودلی خو تیره ورځ یې په یوه اعلامیه کې ویلي وو، چې دوی سولې ته ژمن دي خو مقابل لوری باید په هوکړې عمل وکړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب