پنجشنبه, سپتمبر 19, 2024
Homeخبرونهد جرمني څېړونکي وايي، ماشومان لویانو ته کورونا نه لېږدوي

د جرمني څېړونکي وايي، ماشومان لویانو ته کورونا نه لېږدوي

تاند (چهار شنبه، د سرطان ۲۵) په جرمني کې څېړونکي دې نتیجې ته رسېدلي چې ماشومان نه یوازې دا چې کورونا لویانو نه لېږدوي بلکې د دې ناورغۍ په وړاندې د یوه خنډ په توګه رول لرلی شي.

د بریتانیا ګارډین ورځپاڼې پرون (سې شنبه) په یوه راپور کې، چې سرلیک یې دی: «د جرمني په ښوونځیو کې پر کووید۱۹ د اخته کسانو ټیټه کچه» لیکلي، د جرمني په ختیځ کې د ساکسوني ایالت د زده کوونکو او ښوونکو ازمېښتونو وښوده چې ماشومان پر کورونا د اخته کېدو په وړاندې د یوه بریک یا خنډ په شان عمل کولی شي.

په هغو ټیستونو یا ازمېښتونو کې، چې د ښوونځیو د ۲ زره زده کوونکو او ښوونکو شوې، څرګنده شوې چې د پخواني تصور خلاف ښوونځي د کورونا وایرس په خپرولو کې هیڅ رول نه لري.

جرمني په مې (ثور) کې ښوونځي بېرته پرانیستل او تراوسه لا دا بحث روان و چې ایا ماشومان خو به لویانو ته کورونا وایرس نه انتقالوي.

دا څېړنه د ساکسوني ایالت د مرکز دریزدن د پوهنتوني روغتون له لوري شوې ده.

څېړونکو د ۱۵۰۰ ماشومانو، چې عمرونه یې د ۱۴ او ۱۸ کلونو ترمنځ وو، او د دریزدن او د ساکسوني ایالت د څو نورو سیمو د ۱۳ ښوونځیو د ۵۰۰ ښوونکو د وینې نمونې د مې او جون په میاشتو کې ازمېښت کړې.

د دغه روغتون د زړه او رګونو د جراحۍ استاد رینهارد برنر وویل «د ۲ زرو تنو له منځه یوازې ۱۲ تنو انتي باډي لرله او لومړنۍ نتیجې ښيي چې زده کوونکي لویانو ته کورونا وایرس نه لېږدوي.»

ده، چې په یوه خبري غونډه کې خبرې کولې، وویل«ممکن ماشومان د کورونا په وړاندې د یوه خنډ په توګه عمل وکړي.

په ساکسوني ایالت کې، چې د چک جمهوریت ګاونډی دی، د جرمني تر نورو ایالتونو د کورونا په وایرسو د اخته کسانو شمېر لږ دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب