جمعه, فبروري 6, 2026
Homeداسې هم شتهټرمپ د واک له پیله تردې دمه ۲۰ زره کرته دروغ ویلي

ټرمپ د واک له پیله تردې دمه ۲۰ زره کرته دروغ ویلي

تاند ( چهارشنبه، د سرطان ۲۵) امریکایي رسنۍ وایي، چې ولسمشرټرمپ د واک له پيله تردې دمه څه باندې ۲۰ زره کرته دروغ ویلي او تېراېستونکې ژمنې یې کړې دي.

د یادو رسنیو د راپورونو له مخې ټرمپ د واک له پيله تر دې دمه دا دروغ د نړیوالو او کورنیو مهمو مسایلو په اړه ویلې دي.

امریکایي رسنۍ وایي ټرمپ یواځې د کورونا ویروس د پراختیا اړوند ۱۲۰۰ ځلې دروغ ویلي او دروغي ژمنې یې کړې دي.

سرچینې زیاتوي، چې ټرمپ په اوسط ډول په ورځ کې ۲۷ ځله د امریکا او نړۍ د مسایلو په اړه دروغ ویلي اود خپل واک په لومړیو سلو ورځو کې د مهمو مسایلو په تړاو د خلکو د تېر ایستلو لپاره ۴۹۲ ځلې دروغ ویلي دي.

سرچینه وایي هغه د واک په لومړیو ورځو کې په اوسط ډول هره ورځ نږدې پنځه دروغي ژمنې کړې دي.

ټرمپ په نړۍ کې هغه ولسمشر ګڼل کېږي، چې د حقایقو له ارزولو پرته له خپلې کوټې د مهمو مسایلو په اړه له خپله ځان ټوېټ پیغامونه خپروي.

امریکایي شنونکي بیا ولسمشر ټرمپ امریکا متحده ایالت لپاره درد سر بولي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

«لفظي عکسونه» کتاب چاپ شو

«لفظي عکسونه» د لیکوال او نقاد ښاغلي نعمت‌الله صديقي نوی د «خاکو» کتاب دی چې اوس اوس په جلال اباد کې له کلاسیک خپرندوی...