Homeخبرونهد پاکستان پوځ وايي، بلوچستان ایالت کې یې ۳ پوځیان وژل شوي

د پاکستان پوځ وايي، بلوچستان ایالت کې یې ۳ پوځیان وژل شوي

تاند (چهارشنبه، د سرطان ۲۵) د بلوڅ جنګیالیو په یوه برید کې درې پاکستاني پوځیان وژل شوي دي.

د بلوچستان په پنچګور سیمه کې د پاکستاني ځواکونو کاروان له یوه سخت برید سره مخ شوی چې پر مهال یې د بلوچستان په پنچګور ولسوالۍ کې درې پاکستاني پوځیان وژل شوي او اته نور ټپیان دي.

د پاکستان پوځي چارواکو رسنیو سره په خبرو کې ویلي چې یاد برید د پنچګور اړوند ګیچک ساحه کې شوی دی.

دوی زیاته کړې په ټپیانو کې د پینځو تنو روغتیايي حالت یې د ډاډ وړ نه دی.

چارواکو ویلي دوی د ګزمې په حال کې وو، چې له برید سره مخ شول.

ددغه برید مسؤلیت د بلوچستان ازادۍ جبهې ډلې منلی او وايي، چې په دغه برید کې یې پاکستاني عسکرو ته درنه مرګژوبله اړولې ده.

تر دې وړاندې د پاکستان پوځ ویلي وو، چې ډيورنډ کرښې ته نژدې په شمالي وزیرستان کې یې د پوځ او سختدریځو تر منځ نښته کې ۴ پوځیان وژل شوي دي.

د پاکستان پوځ وايي، په وزیرستان کې ۴ سختدریځي او ۴ پوځیان ووژل شول

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...