یکشنبه, مې 5, 2024
Homeخبرونهسره میاشت وایي افغانستان له روغتیایي او اقتصادي ناورین سره مخ دی

سره میاشت وایي افغانستان له روغتیایي او اقتصادي ناورین سره مخ دی

تاند (چهارشنبه، د سرطان ۲۵) په افغانستان کې د سرې میاشتې ټولنه وایي چې اوسمهال افغانستان له یو ستر ناورین سره مخ دی.

یادې ادارې تیره ورځ په یوه خپره کړې اعلامیه کې ویلي،  د کورونا ویروس مثبتو پیښو په روغتونونو او کلینیکونو کې د ناروغانو د داخلي ظرفیت محدودیت کړی دی.

افغاني سره میاشت ټولنه زیاتوي، افغانستان د احتمالي روغتیا، ټولنیزو او اقتصادي ناورینونو په لور روان دی چې په خبره یې د کوویډ ـ۱۹ ناروغۍ له امله رامنځته شوی دی.

اوسمهال د رسمي احصایو له مخې، په افغانستان کې له ۳۴ زره او ۷۰۰ تنو څخه ډیر خلک په کورونا ویروس اخته شوي دي.

له یاد شمیر اخته کسانو څخه تر زرو پورې مړه شوي او زرګونه نور رغېدلي دي.

خو بل لورته د سرې میاشتې دفتر وايي، اټکل کیږي چې د ناروغانو شمیر خورا ډیر وي او ښایي روغتیاپالانو ته یې په اړه معلومات نه وي.

دغه اداره وایي، د کورونا د مثبتو پیښو د شمېر زیاتوالی د کورونا ویروس محدوده ازموینه او د روغتیا ضعیف سیسټم دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب