پنجشنبه, مې 16, 2024
Homeخبرونهد پاکستان پوځ وايي، په وزیرستان کې ۴ سختدریځي او ۴ پوځیان...

د پاکستان پوځ وايي، په وزیرستان کې ۴ سختدریځي او ۴ پوځیان ووژل شول

تاند (یکشنبه، د سرطان ۲۲) د پاکستان پوځ ادعا کوي چې نن ډیورنډ کرښې ته نژدې په شمالي وزیرستان کې د پوځ او سختدریځو ترمنځ په نښته کې ۴ سختدریځي او ۴ پوځیان ووژل شول.

د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو څانګه وايي، دا نښته د شمالي وزیرستان مرکز میرانشاه ته نژدې وشوه.

پوځ وايي، د اسیتخاراتي معلوماتو پر اساس پوځ د «ترهګرو» پر پټنځای برید وکړ.

د پوځ په خبرپاڼه کې راغلي «څرنګه چې پوځ سیمه کلابنده کړه، ترهګرو ډزې پیل کړې، ټول ترهګر د پوځ په ځوابي ډزو ووژل شول.»

شمالي وزیرستان له ډېرو کلونو راهیسې د بېلابېلو پاکستاني او افغان طالبانو مهم مرکز ګڼل کېده. خو د پاکستان پوځ لږ مخکې تر دې چې له افغانستانه شاوخوا ۱۴۰ زره نړیوال ځواکونه ووځي، په دې سیمه کې عملیات وکړل چې په نتیجه کې یې اکثره سختدریځي افغانستان ته ټېل وهل شول.

د چارو ځینې شنونکي باور لري چې پاکستان په حساب شوي ډول په داسې مهال په وزیرستان کې عملیات وکړل چې په افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو له وتلو وروسته یوه تشه رامنځته شوې وه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب