Homeخبرونهد امریکا سفارت: افغان حکومت دې د فساد راپورونه وڅیړي

د امریکا سفارت: افغان حکومت دې د فساد راپورونه وڅیړي

خبریاله: عاقله اسد (یکشنبه، د سرطان ۲۲) په کابل کې د متحده ایالاتو سفیر راس ویلسن د افغانستان په حکومت غږ وکړ چې د اداري فساد په اړه د رسنیو راپورونه وڅیړي.

د یکشنبې په ورځ، د سرطان ۲۲ مه راس ویلسن په یوه ټویټ کې د ځینو رسنیو، خبریالانو او فعالانو د څیړنیزو راپورونو ستاینه وکړه، او له حکومت څخه یې وغوښتل چې محاسبه او شفافیت تامین کړي.

راس ویلسن لیکلي: «د ځینو رسنیو، ژورنالیستانو او فعالانو دا کار، چې له حکومت حساب غواړي، روڼتیا او حساب غواړي، د ستاینې وړ دی.»

ده همداراز ویلي:

«زه له چارواکو څخه غواړم چې ټول معتبر تورونه وڅېړي او د دوی موندنې دې عام ولس ته وړاندې کړي  او د فساد عاملان دې محکمې ته راکش کړي.»

ځینو رسنیو له کورونا ویروس سره د مبارزې او په کابل کې د وچې ډوډۍ د ویش په اړه تحقیقاتي راپورونه خپاره کړل.

لومړی راپور د کورونا ویروس پر وړاندې په مبارزه کې د ملیونونو ډالرو د فساد په اړه و.

دوهم راپور د وچې ډوډۍ په ویش کې د سلګونو ملیونه اختلاس” تر عنوان لاندې خپور شو.

لومړی راپور په هرات، بدخشان، نورستان او میدان وردګ ولایتونو کې په کورونا ضد بودجې کې فساد څرګندوي.

ولسمشر محمداشرف غني د عمومي مفتش دفتر ته لارښوونه کړې چې په راپور دې بیاکتنه وکړي.

دوهم راپور “په کابل کې د وچې ډوډۍ ویش کې د سلګونو ملیونو اختلاس په اړه دی.

د راپور په اساس په کابل کې د وچې ډوډۍ د توزیع لپاره له ۸۰۰ ملیونه افغانیو زیاتې پیسې د ښاروالۍ چارواکو، د کابل ښار بیکرانو اتحادیې او بیکرانو لخوا د معاشونو په نامه اختلاس شوې دي.

د کابل ښاروالۍ او ځینو نورو چارواکو د دې راپور موندنې رد کړې دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...