پنجشنبه, اکتوبر 23, 2025
Homeداسې هم شتهساینسناسا خپل تر ټولو پرمختللی توغندی مریخ ته لیږي

ناسا خپل تر ټولو پرمختللی توغندی مریخ ته لیږي

تاند (چهارشنبه، سرطان ۲۵) د متحده ایالاتو د فضايي تحقیقاتو اداره (ناسا) وایي، په راتلونکو دوه اونیو کې به خپل تر ټولو پرمختللی او پياوړی توغندی مریخ ته ولیږي.

یاده اداره وایي د دې توغندي ماموریت دا دی چې هلته به د پخوانیو ژوندیو میکروبونو، چې څه باندې درې نیم میلیارده کاله دمخه ژوندي وو څیړنه کوي.

ناسا وایي دغه دوه اړخیزه سفر به، چې د جولای په ۳۰ پیل کیږي، شپږ میاشتې وخت ونیسي.

دوی زیاتوي ستوربېړۍ به ژر تر ژره خپل هدف ته له رسیدو سره د ډبرو او خاورې نمونې راټولې او زیرمه کړي.

ټاکل شوې چې نمونې به یې په ۲۰۳۱ کال کې ځمکې ته واستول شي.

دوی زیاتوي ساینس پوهان به د فوسیل شوي بکتریا او نورو میکروبونو موندلو لپاره نمونې معاینه کړي.

د یادولو ده چې د ناسا کارمندان هم د کورونا ویروس له امله له میاشتو میاشتو راهیسې له کور څخه کار کوي

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

ویده یږه Sleeping Bear | عزت الله شمسزی

عامو خلکو کې یوه اصطلاح ده وایي جنت کې هرڅه شته خو د دنیا هوا په کې نه شته. په نړۍ کې رښتیا هم...