یکشنبه, مې 19, 2024
Homeجنرال وزیريبې سنجشه سیاست نظامونه ړنګوي| جنرال دولت وزیري

بې سنجشه سیاست نظامونه ړنګوي| جنرال دولت وزیري

د افغانستان د دغو وروستیو څلوېښتو کلونو سیاسي او نظامي پېښې د لمر په شان روښانه دي، ځکه چې اوسنی نسل ټول د دغو پېښو عیني شاهدان دي. د پېښو دغه جریان یې یا په خپله په سترګو لیدلی، یا یې د کورنۍ مشرانو ورته بیان کړي دي.

په دې موده کې ګڼ نظامونه بدل رابدل شول، سیاسي مشران تغییر او تبدیل شول او جریانونه په ډراماتیکه مخ ته لاړل. خو خلکو ته یو ټکی جوت شوی، چې په سیاست کې احساستي کېدل او بې سنجشه سیاست د نظام د ړنګېدو سبب کېږي.

په دغو نظامونو کې یو هم جمهوریت دی، چې په اصل کې د حکومت کولو یوه بڼه ده، په هغه کې حکومتي مشران په میراثي بڼه نه ټاکل کېږي، بلکې د حکومت مشرتابه د خلکو په مستقیمه یا غیرمستقیمه رایه ټاکل کېږي او خلک حق لري له دغو مشرانو سره د دوی د کړیو کارونو په اړه حساب کتاب وکړي.

له بده مرغه د یوه ډېر بد دود او دستور له مخې هر څوک وايي چې «زما د غړکې خوند ښه دي.»

د جمهوریت نظام په جوړښت کې ولس خپله اراده ګوري، ډېر شمېر خلک له دې امله جمهوري نظام غوره ګڼي،  چې په جمهوریت کې دموکراسي وي او دموکراسي یا ولسواکي د جمهوري نظام اصول او اساسي بنسټ جوړوي. په خپله دموکراسي بیا د خلکو له خوا پر خلکو حکومت کولو ته وايي.

په جمهوریت کې لږ د ډېرو تابع، خو د حقوقو او وجایبو له پلوه سره مساوي وي. له دې سره په جمهوریت کې هر څه د ازادو ټاکنو له مخې تر سره کېږي، رغوونکې نیوکې ازادي او انسان ته د انسان په سترګه کتل کېږي. د مدني حقوقو له پلوه ټول خلک سره مساوي وي.

د دې ټولو تر څنګ دا هم سمه ده چې په خپله نظامونه د خلکو له پاره خدمات نه شي وړاندې کولای. خپله خلک دي چې نظامونه جوړوي او بیا د هغو نظامونو په چوکاټ کې خپل هېواد او خپلو خلکو ته خدمات تر سره کوي.

په نړۍ کې ډېر هېوادونه شته، چې نظامونه يې جمهوري ریاستي، جمهوري پارلماني او یا سلطنتي دي، خو دا په دې مانا نه ده چې ټول جمهوري نظامونه به د دموکراسۍ پر اصولو سم روان وي او یا ټول سلطنتي نظامونه به د وحشت او ظلم زانګو وي. په سیمه کې ګڼ داسې جمهوري نظامونه شته چې تقریباً دیکتاتوري په کې حاکمه ده او څوکۍ په میراث مشرانو ته پاتې دي.

دا او دېته ورته نظامونه یوازې د نظامونو نومونه دي. د دې ډول نظامونو ښه والی او بدوالی په خپله خلکو پورې اړه لري.

که چېرې وګورو په لویه بریتانا، بلجیم، هالنډ، هسپانیا، ډنمارک او نورو ډېرو هېوادونو کې سلطنتي نظامونه شته، خو په دغو هېوادونو کې شاهان سمبولیک رول لري او په ځینو مهمو پرېکړو کې یوازې خپله رایه ورکولای شي.

که له دوی څخه د ډنمارک هېواد د بېلګې په توګه یاد کړو، چې شا و خوا ۶ ملیونه وګړي لري، په نړۍ کې د دموکراسۍ، ښه او مدني ژوند ستره بېلګه ګڼل کېږي او که بیا تر څنګ يې له عربي هېوادونو سره پرتله کړو، په عربي هېوادونو کې هر څه د سلطنتي کورنۍ په واک کې دي، فردي او مدنې آزادۍ په کې هېڅ ځای نه لري.

ډنمارک له ۱۹۰۳ څخه تر ۱۹۹۷م کاله پورې د نوبل د بېلابېلو برخو ۱۳ جایزې ګټلې دي. خو عرب هېوادونو په ټوله کې له ۱۹۷۸ څخه تر ۲۰۱۵م کاله پورې ۷ جایزې ګټلې دي، چې په دې شمېر کې ۴ ګټونکي کسان د مصر دي.

په همدې توګه که فرانسه، جرمني، هندوستان او ډېرو نورو هېوادونو ته چې جمهوري نظامونه لري، د جمهوري نظام له ټولو مزایاوو څخه چې ازادي، دموکراسي او د ټولو مدنې حقوقو رعايت کول دي برخمن دي. تر څنګ يې بیا ایران، ونزویلا، پاکستان او نور ډېر هېوادونه دي چې تش په نامه جمهوري نظامونه لري، خو د جمهوریت په اصولو يې هیڅ شی برابر نه دي.

په افغانستان کې هم سلطنتي نظام په واک کې و. د بل هر نظام په څېر يې ښه او بد اړخونه لرل. سمه ده چې له سلطنتي نظام څخه جمهوري نظام ته په افغانستان کې خلک په لومړیو کې ډېر خوښ ښکاریدل، ځکه چې سردار محمد داودخان د خپل لس کلن صدارت او بیا د لس کلنې کورنۍ دمې پر مهال د خلکو پاملرنه د یوه زړور، پرکاره، با دیانته او له فساد څخه د پاک کس په توګه ځان ته راړولې وه. خو کاشکې چې له سلطنتي نظام څخه جمهوري نظام ته اوښتون په جمهوري اصولو تر سره شوې وای، خو له بده مرغه چې داسې ونه شول.

افغانستان ته له بېلابېلو لوریو لاسونه اوږده شول او دوی د خپلو ګټو لپاره د بېلابېلو ډلو- ټپلو ملاتړ وکړ، د یو بل په وړاندې یې ولمسولې.

په ۱۳۴۳ لمریز کال د شاه له خوا د اساسي قانون جوړول او په قانون کې د سلطنتي کورنۍ د ځینو امتیازاتو سلبول داودخان دې ته اړ کړ چې له صدارت څخه لیرې او په کور کښېني.

 له هغې ورځې داودخان په دې فکر کې شو چې باید له شاه څخه غچ واخلي. بله دا چې د مارشال شاولي خان زوی او د شاه د لور بلقیس میړه جنرال سردار عبدالولي خان ته له حده زیات واک تر لاسه کړ او دربار ته د جنرال عبدالولي د نږدې کېدلو له امله د داود خان غوسه راوپاروله. داودخان هم د شاه د خور مېړه او د تره زوی و او د ده د ورور سردار محمد نعیم خان د زوی عزیز نعيم مېرمن مریم هم د شاه لور وه، خو واک ټول د سردار عبدالولي خان سره و.

له بل پلوه په قانون کې سیاسي ګوندونو ته د ازاد فعالیت اجازه ورکول، د پرچم له ډلې سره د داود خان نږدې کېدل او د شاه له خوا د سیاسي ګوندونو د قانون نه توشېح کول، دا او دېته ورته نورې پېښې د دې سبب شوې چې داودخان په ډېره اسانۍ سره سلطنتي نظام ته د پای ټکی کېږدي، ځکه چې دموکراتو قوتونو له شاه څخه ښه زړه نه درلود، د اردو افسران او واړه ضابطان هم د ډېرو زړو وسلو او د ژوند د ډېرو ناوړه شرایطو له امله د بدلون پلوي وو.

همغه و چې داودخان په ډېره اسانۍ سره د اردو افسران او واړه ضابطان د شاه پر ضد د ځان ملګري کړل او بیا يې د همدغو افسرانو او وړو ضابطانو په مرسته د يوې ډېرې اسانې کودتا له لارې د ۱۳۵۲ لمریز کال د چنګاښ پر ۲۶ مه شاهي نظام ته په داسې حال کې چې شاه محمد ظاهر په ایټالیا کې په سفر بوخت و، د پای ټکی کښېښود.

داودخان د افسرانو په زور او مرسته د جمهوریت بنیاد او بریالیتوب کیښود. په لومړي سر کې د کابینې او حکومت غړي يې په ډېر شمېر پوځیان وو.

سره له دې ټولو کمزوریو بیا هم خلکو له جمهوري نظام څخه ملاتړ وکړ او د یوه ښه ژوند په تمه شول.

سردار محمد داودخان هم د پرچميانو په لاس لیکل شوي «خلکو ته د خطاب» په نامه وینا وکړه او د ښه خدمت ژمنه يې وکړه.

په لومړي سر کې یو څه ښه کارونه تر سره شول، د اداري فساد او رشوت پر ضد مبارزه پیل شوه. یوشمېر پرمختیايې پروژې په کار ولوېدې، په وسله وال پوځ کې هم ځینې تغییرات رامنځ ته شول.ځینې نوې او عصري وسلې لکه د ستړیلا یو، ستزیلا دوه، پیچورا هوا ضد راکټونه درویشت ملي متري توپونه او شلکا په نومونو د هوا ضد وسلې او په ځمکنیو او هوايي ځواکونو کې هم ځینې مډرنې وسلي او الوتکې راوړل شوې، خو دا هر څه تر لنډې مودې وروسته د خلکو په مایوسۍ بدل شول، ځکه چې له بده مرغه سردار محمد داودخان هم د حکومت کولو له پاره ښه ټیم او پیاوړی ګوند نه درلود د غورځنګ ملي په نامه یوازې په نامه ګوند و او غړي يې اکثره پوځیان وو.

د دې تر څنګ د نومړي حساب یوازې په پرچميانو و، د کابینې نږدې اته تنه وزیران او له اویا تنو څخه په زیات شمیر ولسوالان پرچميان وو.

د ده نږدي ملګري د دفاع وزیر غلام حیدر رسولي او د کورنیو چارو وزیر قدیر نورستاني او نور هم له بشپړ وړتیا څخه برخمن نه وو.

داودخان د کودتا له بریا سره سم ځینې افسران په یوه يا دوه رتبو ونازول او ټول واړه ضابطان يې د درېیم او دویم بریدمنۍ رتبې ته پورته کړل. له بله پلوه يې بې له ژور فکره د کودتا په تور پر افسرانو برید وکړ په ډېر شمېر يې زندۍ او یو شمیر يې زندان ته واچول.

په دې سره د اردو افسران له ده خوابدي شول. په جمهوریت کې خو دموکراسي وي، ګوندونه د قانون په چوکاټ کې ازاد وي، خو برعکس ده پر ګوندونو بندیز ولګاوه، یوازې خپل ګوند غورځنګ ملي ته يې د فعالیت اجازه ورکړه چې دا هم د ګوندونو او دموکراتيکو قوتونو د خوابدۍ سبب شول.

یوه بله غټه غلطي چې په دې وخت کې وشوه هغه پر افراطي مذهبي ډلو د ده برید و، چې په پایله کې يې په ډېر شمېر دې ته اړ شول چې پاکستان ته لاړ شي او هلته د پاکستان د استخباراتو له خوا په ډېره اسانۍ سره ښکار شول. د پاکستان زړه له مخکې لا افغانستان ته ډک و او موقع ته یې کتل چې څنګه افغانستان وچیچي.

داود خان له پاکستان سره هم له دښمنۍ کار واخیست، له اتمې فرقې څخه يې یو تقویه شوی غونډ د کونړ ولایت سرکاڼو ته ولېږه او د یو او بل هېواد پر ضد ډېر ناوړه تبليغات پيل شول. پاکستان هم افغان افراطي مذهبي ډلې د داود ځان پر ضد وسله وال او افغانستان ته راولېږل.

 په دې ټولو جبهو کې د داودخان او د هغه د کمزورو ملګرو له پاره چې ټول په دې فکر کې وو چې له داود ځان وروسته واک تر لاسه کړي مبارزه ډېره سخته وه.

داودخان په دې فکر کې شو چې له شوروي اتحاد او پرچميانو څخه په لیرې والي او غربي او اسلامي هېوادونو ته په نږدي کیدلو سره به د دې ټولو ناخوالو پر ضد بریالۍ مقابله وکړي. هغه وو چې له شوروي اتحاد سره يې له دقیق او پر ځای پروګرام پرته اړیکې سړې کړې. حال دا چې د افغانستان په وسله وال پوځ او نورو ډېرو پرمختیایي پروژو کې شوروي مشاورین په کار بوخت وو.

داود خان مصر، سعودي عربستان، پاکستان، ایران او نورو غربي او اسلامي هېوادونو ته په سفرونو او د هغوی د مرستو په غولوونکو ژمنو د باور له مخې پرېکړه وکړه چې ځان له شوروي پلوه ډلو بې غمه کړي.

په دې ګیر او دار کې په افغانستان کې څو ډلې له داودخان څخه د واک اخیستلو له پاره فعالې وې.

افراطي مذهبي ډلو چې د سعودي، پاکستان، ایران او مصر له مرستې برخمنې وې کوښښ کاوه چې د کودتا له لارې واک تر لاسه کړي.

د خلق او پرچم ډلې چې د شوروي اتحاد له مرستو يې ګټه پورته کوله سره یو شوې او په دې فکر کې وې که داود خان پر دوی برید کوي او یا کومه بله ډله کوښښ وکړي چې له داود خان څخه واک تر لاسه کړي په هغه صورت کې به دوی بلې ډلې ته اجازه نه ورکوي او واک به خپله تر لاسه کوي.

د حکومت په داخل کې هم یوه ډله د دفاع وزیر سردار غلام حیدر رسولي په مشرۍ هم د واک تر لاسه کولو خوب لیده.

په داسې پېچلو شرایطو کې د پرچم ډلې یو وتلی غړی میراکبر خیبر د نامعلومو کسانو له خوا ترور شو.

سردار داودخان بې له دې چې خپل قوت او وړتیا او د مقابل لوري قوت او وړتیا وسنجوي، د خلق او پرچم د مشرانو په نیولو پیل وکړ. همغه وو چې خپل سر يې هم په کې وخوړ او د خپلې سر زورۍ له امله يې له بده مرغه خپله کورنۍ هم تباه کړه.

شهید سردار محمد داودخان ډېر بادیانته، زړور، له فساده پاک، د افغانستان په درد دردمن، پر هېواد مین، د هېواد د پرمختیا مینه وال او با غروره افغان او رهبر و، د دې تر څنګ کینه ګر، انتقام جو، د بېځایه غرور خاوند، سخت زړی، مقام او واک دوست، ژر تصمیم نیوونکی او سرټمبه افغان او رهبر و.

داود خان په خپله د هېواد د پرمختګ له پاره ښه پروګرامونه درلودل، خو د دې له پاره يې ښه ټیم نه درلود، د دې تر څنګ د نظام نوم يې جمهوري و خو کړنې يې شاهي مطلقه ته پاتې کېدلې. د هر څه تصمیم ده په خپله نيوه او نورو ګوندونو ته يې د فعالیت اجازه نه ورکوله.

په وروستیو کې يې د کار توان د بوډاتوب له امله له لاسه ورکړی و. پر ګوند او خپلو ملګرو يې واک کمزوری شوی وه. نو ځکه دا هر څه د ده پر ضد را وڅرخېدل.

اوس ځینې کسان او ځینې په نامه ګوندونه چې د ده پر ضد هم وو د دې له پاره چې ډېر امتیازات تر لاسه کړي، د داودخان په نامه سیاسي تجارت کوي تر څو خپل مخالفین له دې لارې کمزوري او وټکوي، خو لمر په دوو ګوتو نه پټېږي.

د داود خان د واکمنۍ پر مهال چې کومه بې اتفاقي او بدمرغي را پیل شوې وه له شهید داودخان وروسته تر نن ورځې پورې له بده مرغه د افغانانو تر منځ دوام لري. د حل لاره یوازې په یوازې ملي یووالی ده.

د ده روح دې ښاده وي

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب