چهارشنبه, جنوري 15, 2025
Homeخبرونهطالبانو په تېرو ۳ میاشتو کې ۳۳ زره کاري جوازونه وېشلي

طالبانو په تېرو ۳ میاشتو کې ۳۳ زره کاري جوازونه وېشلي

تاند【سه شنبه د مرغومي ـ جدي ۲۵مه】د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت په تېرو درېیو میاشتو کې ۳۳زرو زیات کاري جوازونه وېشلي دي.

د یاد وزارت ویاند وایي، د روان ۱۴۰۳ کال په درېیمه ربعه کې یې ۳۳ زره ۲۰۰ تنو هېوادوالو ته د کار جوازونه ورکړي او له دې لارې یې عواید راټول کړي.

د یاد وزارت د شمېرو له مخې له دې ډلې ۲۱زره ۵۶۷ تنه په دولتي سکټور، ۹۸۰۹ تنه خصوصي سکټور کې په دندو ګمارل شوي دي.

سرچینه زیاتوي، چې دغه راز یې په یاده موده کې ۱۹۲۰ تنو بهرنیو وګړو ته هم د کار جوازونه ورکړي دي.

د طالبانو د حکومت یاده اداره داسې مهال د کاري جوازونو د وېش خبر ورکوي، چې په هېواد کې د طالبانو له حاکمېدو وروسته بې روزګاري اوج ته رسېدلي او بې شمېره ځوانان په ورځني ډول له هېواده په ناقانونه ډول د وتلو هڅه کوي.

د همدې بېوزلۍ له امله تازه یوه کس د ګردو پلور ته ځان چمتو کړی وو، چې سره میاشت یې مخه ونیوله.

د افغاني سرې مياشتې عمومي رييس شهاب‌‌الدين دلاور نن سه شنبه په یوه خبرپانه کې ویلي، چې له ګُرده پلورونکي کس سره یې د ليدنې په مهال پر خوراکي او غير خوراکي توکو سربېره ۲۰ زره افغانۍ نغدي مرسته هم کړې ده.

دا ښایي یواځینی کس نه وي، چې بېوزلۍ د ګُردې پلور ته اړ کړی، سلګونه داسې کورنۍ شته چې د ناچارۍ له امله د بدن د غړو پلور ته اړ شوي دي.

1 COMMENT

  1. ملا شابو 20 زره افغانی یوه کس سره چی خپلی ګردی (پختورګی) یی خرڅول د سری میاشتی لخوا کمک کړی. پدی 20 رزه افغانیو به هغه سړی کوم کار شروع کړی چی خپل آینده ژوند پری هوسا وساتی؟ شل زره افغانی د ملا شابو د یوی ورځی د میلمه خانې خرڅ دی. الله دی دا بربریت، ظلم زر تر زره ورک کړی. ستاسو ښځی غیی پدی عمری حکومت سره چی ټول ولس مو له نیستی او فقر سره مخ کړی. کارونه مو ټول نا اهله بیسواده ملایانو ته سپارلی. لعنت مو پدی مردارو ګیرو شه د منافقو چی د یوی تعلیمی د طرحی جوړولو ظرفیت نلری ـ

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب