جمعه, فبروري 6, 2026
Homeخبرونهپه هلمند کې صنعتي ښارګوټی جوړیږي

په هلمند کې صنعتي ښارګوټی جوړیږي

تاند (سې شنبه، د مرغومي/ جدي د هلمند ولایت د اطلاعات او کلتور ریاست وایي چې د طالبانو د مشر په امر به په دغه ولایت کې یو صنعتي ښارګوټی جوړ شي.

د طالبانو تر ادارې لاندې دغه ریاست په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې دغه ښارګوټی به په ۱۰۰۰ جریبه مځکه کې جوړ شي.

طالبان وایي چې د ښارګوټي د موقعیت تر تثبیتېدو وروسته به پانګوالو ته مځکې وویشل شي.

د برښنا د نشتوالي یا کموالي له کبله د افغانستان د اکثرو صنعتي ښارګیو صنعتګران شکایت لري.

له دې کبله یو شمېر فابریکې بندې شوي دي. له بلې خوا د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته، یو شمېر سوداګرو خپلې پانګې له افغانستان څخه بهر ته انتقال کړې دي.

په ګمرکونو کې ساتل شوي مالونه خپلو خاوندانو ته سپارل کېږي

د طالبانو تر ادارې لاندې د کورنیو چارو وزارت مخکې ویلي و چې هغه مالونه او اجناس به، چې د تېرو دریو کلونو په ترڅ کې یې په ګمرکونو کې پاتې دي، خپلو مالکانو ته وسپاري.

طالبانو په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د «وسایطو او اجناسو سپارلو» په نوم یې یو کمیسیون جوړ کړی چې د کورنیو چارو وزارت د مخدره موادو پر ضد د مبارزې مرستیال یې مشري کوي. دغه کمیسیون به د اړوندو ګمرکونو په همغږۍ د مالونو او اجناسو د سپارلو پروسه د هغوی اصلي مالکانو ته پیل کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د ډاکتر حکیمي کلیزه | ‌‌ذبیح‌الله شفق

زه پوهېدم چي ته به سترګي لکه نن بدلوې ‏‎ځکه مي تا باندي یوه شېبه حساب نه کاوه په ۱۹۹۲م کي هارون حکیمي د زابل په...