چهارشنبه, جنوري 15, 2025
Homeخبرونهد احمدشاه بابا د کور د رغونې چارې په بشپړېدو دي

د احمدشاه بابا د کور د رغونې چارې په بشپړېدو دي

تاند (سې شنبه د مرغومي ـ جدي ۲۵مه) د افغان امپراطور احمدشاه بابا کور په اساسي بڼه رغول کېږي.

دا تاریخي ودانۍ له لسیزو لسیزو راهیسې وران پروت و.

د طالبانو د حکومت د اطلاعاتو او کلتور وزارت ویلي، چې د احمدشاه بابا د کور رغنیزې چارې ۹۰ سلنه بشپړې شوي او پاتې ۱۰ سلنه چارې به یې هم ډېر ژر بشپړ شي.

په ټولنیزو رسنیو کې د احمدشاه بابا د کور د بیا رغېدو انځورونه لاس په لاس کېږي، چې هېوادوالو یې هرکلی کړی دی.

تاریخ پوهان وايي، چې دغه ۱۴۴٨ متره کور په ۱۷۵۴م کال کې د احمد شاه بابا په امر ٢ کاله کې د فني معمارانو لخوا په بخارایي بڼه جوړ شو، چې د احمدشاه بابا دفتر، مسجد او د اوسېدو کور وو.

د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزیر ملا خیرالله خیرخواه هم پرون دوشنبه د احمدشاه بابا د کور له رغنیزو چارو لیدنه کړې ده.

نوموړي ویلي، چې تاریخي آبدات او کلتوري میراثونه د ملتونو هویت څرګندوي او ساتنه یې د افغانانو دنده او مسؤلیت دی.

دغه کور چې په کندهار کې موقعیت لري، درې منزله، ۸ خونې، يوه زیرخانه او پر سر يو دالان لري، چي په دالان کي د احمد شاه بابا د ناستي ځاي هم معلوم دی، چې په [شاه نشین] يادېده.

فرهنګیان هم د تاریخي میراثونو رغونه او ساتنه د هېواد لپاره یو مثبت ګام یادوي او غوښتنه کوي، چې د هېواد ټولې تاریخي سیمې او نښې دې په پخوانۍ بڼه ورغول شي.

دوی ټینګار کوي، چې طالبان دې تاریخي ځایونه د سیلانیانو لپاره چمتو کړي نه دا چې مدرسې ترې جوړې کړي.

یوه فرهنګپال چې نه غواړي نوم یې خپور شي له تاند سره په خبرو کې وویل، چې طالبانو په جلال اباد ښار کې د سراج العمارت تاریخي ودانۍ په مدرسه بدله کړې، چې په خبره یې دا د تاریخي میراثونو د ساتنې لاره نه ده.

نوموړی وایي طالبان دې مدرسو ته نور ځانګړي ځایونه جوړ کړي نه دا چې تاریخي ځایونه دې ورته وقف کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب