تاند (سې شنبه، د مرغومي/ جدي ۲۵ مه) د متحدو ایالتونو ولسمشر جو بایډن د دوشنبې په ورځ د دې پرېکړې دفاع وکړه چې د امریکا تر ټولو اوږده جګړه یې له افغانستانه د ځواکونو په ایستلو سره پای ته ورسوله.
هغه دا پرېکړه یو مهم بدلون او د خپلې ادارې لپاره یوه بریا وبلله. ده له افغانستانه د امریکايي پوځیانو د ایستلو پرېکړه د امریکا بهرني سیاست ته د بیا کتنې په لړ کې وبلله چې د نړۍ پر نویو ننګونو تمرکز باندې متمرکز لري.
بایډن د خپل هیواد د بهرنیو چارو په وزارت کې د وینا پره ترڅ کې وویل: «کله چې ما دنده پیل کړه، زه له یوه انتخاب سره مخامخ وم. ما د دې لپاره کوم دلیل ونه لید چې زرګونه پوځیان په افغانستان کې وساتو. زموږ په دې تر ټولو اوږدې جګړې کې د سلګونو پوځیانو د وژل کېدو او ټپي کېدو ترڅنګ هره ورځ د سلګونو میلیونو ډالرو لګښت را په غاړه و، زما په نظر، وخت راغلی و چې جګړه پای ته ورسوو او خپل ځواکونه بېرته کور ته راولو، او موږ دا کار وکړ.»
بایډن په ۲۰۲۱ کال کې د ځواکونو په ایستلو د دوو لسیزو جګړه پای ته ورسوله، خو له دې کبله له انتقادونو سره مخامخ شو چې ځواکونه یې بې ترتیبه وایستل چې په پایله کې یې کابل ډیر ژر د طالبانو لاس ته ولوېد.
خو بایډن استدلال وکړ چې دې پرېکړې د امریکا لپاره لاره هواره کړه چې خپلې سرچینې او پاملرنه د نړۍ پراخو ګواښونو، لکه د روسیې له خوا په اوکراین برید، د چین اقتصادي پرمختګ، او د ایران سیمه ییز نفوذ ته واړوي.
بایډن زیاته کړه: «د څلور کاله پخوا پرتله، امریکا قوي ده، زموږ اتحادونه قوي دي، او زموږ مخالفان او سیالان کمزوري دي.»