تاند (سې شنبه، د مرغومي/ جدي ۲۵ مه) د اروپایي اتحادیې د سرحدي ادارې (فرانتکس) د راپور له مخې، په ۲۰۲۴ کال کې د ورتېر کال پرتله اروپا ته د رسیدلو کډوالو شمېر ۳۸ سلنه کم شوی خو لا هم دې اتحادیې ته په ورغلیو کډوالو کې تر ټولو ډېر شمېر د افغانانو او بیا سوریه والو دی.
فرانتکس په دې راپور کې د ۲۰۲۴ کال په ترڅ کې د هغو افغان ګډوالو دقیق شمېر نه دی ښودلی چې د اروپایي اتحادیې هېوادونو ته داخل شوي دي.
د راپور له مخې، په غیرقانوني ډول اروپا ته د مهاجرت د عمومي کمښت لوی دلیل د مرکزي مدیترانې له لارې ۵۹ سلنه کمښت دی، چې دا وضعیت له تونس او لیبیا څخه د خلکو د کډواله کېدو د کموالي له کبله دی.
فرانتکس همدارناز ویلي چې د بالکان د لویدیځې لارې په اوږدو کې ۷۸ سلنه کمښت لیدل شوی، چې دا د سیمې د هېوادونو د پیاوړو اقداماتو له امله دی. د دې سیمې هیوادونو په تېره بیا ترکیې اروپا ته د کډوالو د تګ د مخنیوي لپاره اقدامات زیات کړي دي.
راپور ښيي چې په ۲۰۲۴ کال کې اروپایي اتحادیې ته د رسیدلو کډوالو شمېر له ۲۰۲۱ کال راهیسې تر ټولو ټیټې کچې ته رسېدلی. سره له دې، د بیلاروس او روسیې له لارې اروپا ته د مهاجرت کچه ۱۹۲ سلنه لوړه شوې او ۱۷ زره کسانو ته رسېدلې ده.
د راپور له مخې، په تېر کال کې د هغو مهاجرینو یا پناه غوښتونکو شمېر چې په غیرقانوني لارو اروپا ته داخل شوي، تر ۲۳۹ زره کسانو کم شوی دی. د دې لوی لامل د انساني قاچاق پر ضد د اروپایي اتحادیې او د هغې د شریکانو همکاري بلل شوې ده.
پر دې سربېره، فرانتکس ویلي چې د ختیځې مدیترانې له لارې د افغانانو، سوریه والو او مصریانو د مهاجرت کچه ۱۴ سلنه زیاته شوې، چې شمېر یې ۶۹ زره ۴۰۰ کسانو ته رسېدلی دی.
دې ادارې دا هم ویلي چې د لویدیځې افریقا له لارې کنري ټاپوګانو ته د پناه غوښتونکو د رسېدو په هڅو کې ۱۸ سلنه زیاتوالی راغلی، چې په ۲۰۲۴ کال کې یې شمېر نژدې ۴۷ زره کسانو ته رسېدلی دی.
پناه غوښتنه او غیرقانوني مهاجرت د اروپا په سیاست کې پر یوې مهمې موضوع بدله شوې ده. په تېره بیا سختدریځو ګوندونو له دې مسلې څخه په انتخاباتو کې د ځان په ګټه ډېره استفاده کړې ده.