Homeخبرونهاقتصادي خبرونهپه افغانستان کې د ټاپي ۳ کیلومتره نللیکه وغځول شوه

په افغانستان کې د ټاپي ۳ کیلومتره نللیکه وغځول شوه

تاند (سې شنبه، د مرغومي/ جدي ۲۵ مه) د طالبانو د حکومت د کانونو او پیترولیم وزارت وايي چې د ترکمنستان، افغانستان، پاکستان او هندوستان د ګازو د ګډې پروژې درې کیلومتره نللیکه په افغانستان کې جوړه شوه.

انټرفکس خبري اژانس نن د دغه وزارت ویندوی همایون افغان له قوله وویل، له کله چې په افغانستان کې د ټاپي نللکې د جوړولو کار پیل شوی، تراوسه د افغانستان په خاوره کې درې کیلومتره پایپ لاین اېښودل شوی دی.

افغان همداراز وویل چې د ۳ اعشاریه ۴ کیلومتره نور پایپ لاین د غځولو لپاره مځکه برابره شوې ده.

ترکمنستان په خپله خاوره کې د دې نللیکې ۲۱۴ کیلومتره بشپړ کړی دی.

د ټاپي ګازو پایپ‎لاین ۱۸۰۰کیلومتره اوږدوالی لري، چې له ترکمنستان څخه د افغانستان او پاکستان له لارې هند ته غځول کېږي. د دې نل‎لیکې ۱۴۷کیلومتره د ترکمنستان په خاوره کې او ۷۳۵ کیلومتره به یې د افغانستان له هرات، فراه، هلمند او کندهار ولایتونو څخه تېره شي او پاتې ۸۰۰ کیلو مترو یې په پاکستان کې غځول کېږي. په پای کې به د هند فازیلیکا ته ورسیږي.

افغانستان به د دې پروژې له لارې هر کال کابو ۵۰۰میلیون ډالره د ترانزیت حق، او کله چې د ټاپي پروژه بشپړه شوه، تر لسو کلونو۵۰۰ میلیون مترمکعبه ګاز او تر شلو کلونو پورې به یو میلیارډ مترمکعب کاز ترلاسه کوي.

د لومړنیو څېړنو او شمېرو له مخې د ټاپي ګازو پایپ‎لاین به هر کال ۳۳ میلیارده مترمکعب ګاز لیږدوي.

ټاکل شوې ده چې د ټاپي پروژې ترڅنګ یو شمېر نورې وړې او لویې پروژې هم پلې شي.د دې پروژې بله برخه هم د ۵۰۰کیلوواټ برېښنا لېږد ده چې له ترکمنستان څخه افغانستان او پاکستان ته لیږدول کېږي. د دې ترڅنګ په سیمه کې به د نوري فایبر مزی هم ولیږدل شي او دا به ګاونډي هېوادونه سره ونښلوي.

اټکل کېږي چې د دې نللیکې پر جوړولو به ۱۰ میلیارد ډالره ولګېږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...