چهارشنبه, جنوري 15, 2025
Homeخبرونهد پاکستان لوی درستیز له سیاسي مشرانو سره خپلې اندېښنې شریکې کړې

د پاکستان لوی درستیز له سیاسي مشرانو سره خپلې اندېښنې شریکې کړې

تاند (سې شنبه، د مرغومي/ جدي ۲۶ مه) د پاکستان د پوځ لوی درستیز جنرال سیدعاصم منیر نن په پېښور کې د سیاسي ګوندونو مشرانو ته په خپلو خبرو کې بیا بیا وویل، که هیواد نه وي، نو سیاسي فعالیت معنا نه لري.

ده چې تر دې وړاندې د ټي ټي پي د ملاتړ د ادعا په خاطر د طالبانو حکومت ته خبرداری ورکړی و، خپل دریځ نرم کړ، ویې ویل چې پاکستان له خپل ګاونډي افغانستان سره د ښو اړیکو د لرلو دریځ لري.

جنرال عاصم منیر ټینګار وکړ چې د پاکستان تګلاره د هېواد د ګټو پر اساس ولاړه ده. هغه وویل چې کابل د پاکستان لپاره یو “ورور ګاونډی اسلامي هېواد” دی او له افغانستان سره د غوره اړیکو د لرلو اوږدمهاله هیله لري. خو ده په عین حال کې وویل چې د پاکستان اصلي اندیښنه په افغانستان کې ټي ټي پي ده.

هغه وویل چې دا مسئله به تر هغې نه حل کېږي ترڅو چې افغانستان یې د د حل لپاره جدي ګامونه پورته نه کړي.

د عاصم منیر په خبرو کې د پاکستان د موجودیت په اړه اندېښنه له ورایه ښکارېده، بیا بیا یې وویل:«د هیواد موجودیت تر ټولو مهم دی. که هیواد وي، بیا سیاست او سیاسي فعالیت کېدای شي.»

هغه ټینګار وکړ چې د هیواد او دولت موجودیت د هېواد د ثبات لپاره اساسي دی، او که هیواد نه وي، بیا نو نور هیڅ شی اهمیت نه لري.

د پاکستان لوی درستیز د ټولو سیاسي ګوندونو ترمنځ د یووالي غوښتنه وکړه او هغوی یې وهڅول چې خپل اختلافونه یوې خوا ته کېږدي او د ترهګرۍ پر وړاندې په مبارزه کې یو ځای کار وکړي.

جنرال عاصم ټینګار وکړ چې ملي یووالی او د ملي عمل پلان پر وخت عملي کول د امنیتي وضعیت د ښه کېدو لپاره خورا ضروري دي.

ده همداراز یادونه وکړه چې تېروتنې به خامخا کېږي، خو د هغو تېروتنو نه منل او ترې زده کړه نه کول لا لویه تېروتنه ده.

د خلکو او د وسله‌والو ځواکونو ترمنځ د اړیکو په اړه د اندېښنو په ځواب کې جنرال منیر وویل چې هر ډول داسې روایت چې د درز او جلاوالي ښکارندويي کوي، د بهرنیو ګټو په اساس رامنځته کېږي.

هغه د خلکو او د وسله‌والو ځواکونو ترمنځ د اړیکو د پیاوړتیا لپاره د ګډ عمل غوښتنه وکړه او ویې ویل چې دا اړیکه د «ترهګرۍ» پر وړاندې په مبارزه کې تر ټولو ستره شتمني ده.

د خیبرپښتونخوا په تیره بیا قبایلي سیمو اوسیدونکي وايي چې پوځ د ترهګرۍ په نوم په عملیاتونو کې د دوی لسګونه زره بېګناه خلک وژلي یا تري تم کړي دي. له همدې کبله د خیبرپښتونخوا اوسیدونکي په خپله خاوره کې پوځ ته د عملیاتو اجازه نه ورکوي.

خو جنرال عاصم خلکو ته ډاډ ورکړ چې په خیبر پښتونخوا کې به لوی پوځي عملیات نه ترسره کېږي، بلکې د استخباراتي معلوماتو پر بنسټ به هدفمنه عملیات ترسره کېږي، څو خطرونه له منځه یووړل شي، پرته له دې چې د پراخې ګډوډۍ سبب وګرځي.

څرګنده نه ده چې له ده سره په غونډه کې حاضرو مشرانو په خپل ایالت کې له محدودو عملیاتو سره موافقه وکړه او که نه.

د نشنل عوامي ګوند مشر ایمل ولي خان او همداراز د جماعت اسلامي او جمعیت علمای اسلام ګوندونو مشرانو، چې د لوی درستیز د خبرو د اورېدو لپاره بلل شوي وو، تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي چې دوی جنرال عاصم منیر ته څه وویل.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب