مازوخيزم څه ته وايي؟| ژباړه او راټولونه: ميوند بختيار
مازوخيزم يو جنسي – اروايي اختلال دی، چې د افرادو پر سلوک، فکر، خيال، شخصيت او تخليقاتو باندې خپل اغېز شيندي. نوې ادبپوهنه او ادب شننه له ارواپوهنې سره په اړيکه کې د فنپارې په تشريح، توضيح، کره کتنه او ارزښت سنجونه کې کار ترې اخلي. د کوم پنځګر د پنځونې په راسپړنه او د پنځګر د سبکي ځانګړنو يا د ده د روان په راسپړنه کې ارواپوهنيزې پديدې له ادبپوه و نقاد سره ډېره ډېره مرسته کولای شي.
ځانځورونې يا مازوخيزم ته اوسمهال يوازې او يوازې د سکسي مسئلې په سترګه کتل کېږي، خو که پام ورته وشي، د دې او دې ته ورته اصطلاحاتو ځانګړي کول يوازې د سکسياتو حوزې ته به له انصاف څخه ليرې کار وي. دا مو بايد پر ياد وي، چې د نارسيسيم غوندې د مازوخيزم او ساديزم اصطلاحات هم د ادبياتو له قلمرو څخه اخيستل شوي او د ارواپوهنې حوزې ته داخل شوي دي.
که خپل کلاسيک پېيلی ادب ولولو، ډېرې داسې نمونې به ومومو، چې شاعر به يې پر ځانځورونه باندې خوښ وي، د محبوب هرې ناکردې ته به خوشاله وي او پر سر سترګو به يې مني.
لاندې د حميد بابا څو بيتونه د نمونې په شکل کتلای شئ:
چې دې زړه هسې ناشندې په ما کاندي
ماته هر نامناسب ستا مناسب دی
ديوان: ۲۱۸مخ
چې يې ته په ښکنځل ولېږلې ماته
چرې خدای کړه رقيبان هسې ښه زړي
ديوان: ۲۳۱مخ
د نوخطو درشتي زما آشتي ده
په اغزن بوټي آرام کا عندليب زما
چې دې وپاڅوي ماته په ښکنځلو
څه په بد کې نېکخواهي کاندي رقيب زما
ديوان: ۱۳ مخ
معاصر شعر که وګورو، د مازوخيزم ښې نمونې پکې پيدا کولای شو، د بېلګې په توګه که د (اذيت) پاڼې واړو، که د (زخمک) يا (زه په چاک پروت يم) کتابونه وپلټو، کولای شو ډېر داسې شعرونه پکې ومومو، چې د ځانځورونې رنګ به پکې غالب وي.
ځانځورونه که څه هم د انسان په روان کې ريښې لري، خو د دې رواني اختلال په حاد کېدلو کې محيطي شرايط بې اغېزې نه دي. د شاعر شخصيت، ټولنيز هويت او موقف هم پکې بې اغېزې نه دي. که د شاعرانو شعرونه وګورو، همدا رواني اختلال به پکې ومومو. ځينې وخت شاعر له ډېرې بېوسۍ څخه ځانځورونې ته پناه وړي او له حالاتو خپل غچ اخلي. شاعر هم انسان دی او غچ اخيستل تقريبا د هر انسان ځانګړنه ده.
دلته به د مازوخيزم (ځانځورونې) په اړه له انټرنيټ څخه د ځينو ليکنو ځينې برخې راوژباړو، تر څو د همدې موضوع په اړه، لومړني معلومات سره لړ کړو، په ګانده کې کېدای شي، چې دا موضوع ښه وشاربل شي او نوې ادبپوهنه او شعرپوهنه د شعر د ماهيت او هستولو په برخه کې يا د کوم شاعر د شاعرۍ د قد و قامت په ترسيمولو کې مرسته ترې واخلي.
ځينې معاصر شعرونه ګورو، چې څومره له مازوخيزم څخه په تاثر کې ليکل شوي دي:
ممتاز وايي:
نه خود ازاره يې او نه خود ازاري پېژنې
ته شاعري کوې؟؟ او ته هم شاعري پېژنې؟؟
ښاغلی ممتاز اورکزی له نوي غزل سره تړلی نوم او په تمامه مانا يو ښه شاعر دی. ممتاز اورکزی خو هغه شاعران شاعران نه بولي، چې خودآزره نه وي او خودآزاري ونه پېژني. د همدې شاعر ډېری شعرونه له خودآزارۍ مالامال دي. دلته يې نورې بېلګې لولو:
زه ډېر لوی خود آزاره يم معلومه دې وي تاته
زه کله کله ځان له ښکلو نغاړم لونګينه
ځان له ښکلو نغاړل د شاعر له زړه و فطرت سره خلاف حرکت دی، همدغه خلاف حرکت درد زېږوي او همدغه درد زغمل ځانځورونه ده. دوکتور ښکلی هم يو ځای وايي:
اجمل پر سر باندې چترۍ ونيوه
کبر یې وکړلو په شته باران
يا هم د ممتاز دا لاندې بيت:
نوی زخم نشته بد حال دی ممتازه
خودآزاره يمه زوړ به رابرسېر کړم
(۳۵۳مخ)
د ممتاز عزاداري ده مقدسه
د رڼا په زنځيرونو وهي تور ځان
(۳۴۷مخ)
زه اوس بل يو اذيت کې يم ښايسته
چې دا سترګې زما مړې شوې که مړې شوې
(۱۶۰مخ)
هغه د ځان په دښمنۍ کې کوتاهي نه کوي
اوس خو خبر شوې چې ممتاز خانهخراب څنګه دی؟
(۶۵مخ)
زه د تهمت په ځای کې ودرېدم په خپله خوښه
هسې هم دغه ځای خالي پروت وو له ډېره وخته
(۶۸مخ)
شعر د شاعر د شعور، لاشعور، ارمانونو، هيلو، غوښتنو، رواني حالاتو، ټولنيز ژوند، چاپېريال او… ايډيال ژوند سره په اړيکه کې پنځېږي. شاعر تر بل هر چا د نازک زړه خاوند او حساس وي. شاعر وايي، چې:
که څوک مې وژني لاس يې هم نه نيسم
زما په هيڅ حالت کې شر نه لګي
يا:
بېلتانه دې د هر چا په غم شريک کړم
يار د بل درومي او زه ورپسې ژاړم
په دې کرکجنه نړۍ کې د شاعر ايډيالي ژوند د مرغۍ پۍ دي، ځکه شاعر ږغ اوچتوي:
د زور خلاف مزاحمت ژوند دی
که وس دې نه رسي نو شور جوړ کړه
شاعر چې ډېر ستړی شي، نو ځانځورونې ته مخ کړي، شاعر مستبد څوک نه دی، چې ساديزم ته مخ کړي، شاعر پر خپل سر اور وړي، خو لار ورکو ته لار ښيي، شاعر پروميتوس دی، د انسان د نېکمرغۍ لپاره خپل ځيګر د زمانې وږو باښو ته په مخ کې ږدي، خو د انسان د نېکمرغۍ په پار.
په دې ليکنه کې د شعر او مازوخيزم په اړه لنډکی بحث شوی دی. تر ډېره پورې د ليکنې ځولۍ د مازوخيزم پېژندنې ته ځانګړې شوې ده. په پای کې به لوستونکي پرېکړه وکړي، چې کوم مازوخيست چې ارواپوهنه راپېژني، له هغه خودآزاره سره څومره توپير لري، چې موږ په شعر کې بحث پرې کوو.
مازوخيزم ځانځورونې ته وايي، هغه که د ټولنې هر وګړی وي، چې دا رواني اختلال ولري، مازوخيسټ دی. شاعر دردمن څوک وي، د بشر د خوشالۍ لپاره هڅې کوي، ځانځورونې ته لا پناه وړي، ځينې وخت خپل درد تسکينوي، ځينې وختونه بيا خپل درد لا ډېروي او ټول بشر ته د قربانۍ مثال قايموي.
شاعر د ژوند د ناپايه تراژيدۍ انځورګر دی، شاعر په دېوالونو کې راګير څوک دی، شاعر له توتم او تابو سره جګړې ته راوتی کس دی، شاعر له نقابونو سره مبارزې ته راوتی عصيانګر دی، شاعر له سيورو سره په جنګ دی او… شاعر باغي دی او ياغي. که سره اورونه څښي، که ځانځوروي، که له مسلط فکر څخه سر غړوي، که د ځانځانۍ ښامار سره غېږ نيسي، که پر سر او ځيګر اور بلوي، اختيارمن دی، ځکه شاعر دی او شاعر بايد همداسې وي. شاعر انسان ته د ازادۍ او خود اراديت يوه اعلی نمونه ده.
اوس به راشو چې مازوخيزم څه ته وايي؟
مازوخيزم او ساديزم څه توپير سره لري؟
د مازوخيزم مخينه څه ده؟
مازوخيزم کوم ډولونه لري؟
او له مازوخيزم څخه د ارواپوهنې برداشت څه دی؟
مازوخيزم(ځانځورنه) « Masochism »څه ته وايی؟
مازوخيزم د ساديزم پر وړاندې اصطلاح ده، چې د بل ازارولو ته وايي. يو ساديستيک فرد د بل له ازارولو څخه خوند اخلي، مګر يو څوک چې پر مازوخيسم مبتلا وي، له هغه عذاب او شکنجې څخه، چې دی يې زغمي، خوند اخلي.
هغه وګړي چې پر دغه انحراف مبتلا دي، تمايل لري، چې د خپل ځان په وسيله يا د نورو له خوا ازار وويني يا حتی شکنجه شي. د دغو وګړو اروايي بريا يوازې د ازار او زجر په ليدلو نه حاصلېږي. mizanonline.com/000h55
اوسمهال چې کله دا اصطلاح ياده شي، د لوستونکي او اورېدونکي ذهن ممکن جنسياتو ته ولاړ شي، ځکه دا اصطلاح په جنسي ليکنو کې بار بار يادېږي او ارواپوهنه او سيکسولوژي بحث ورباندې کوي. ډاکټر شقايق دروېشي يې په اړه کاږي:
مازوخيزم يا ځانځورونه (خودآزاري) يو ډول جنسي – رواني ګډوډي ده، چې په هغه کې په مبتلا کس کې جنسي رضايت د شديد جسمي درد يا تحقير په واسطه منځته راځي او هغه کس چې د درد تر اغېز لاندې راځي، ممکن د خوند احساس وکړي.
د بيولوژي په علم کې د دې اختلال ريښه څېړل شوې ده او کله چې مبتلا کس درد وڅکي، عصبي سيستم يې د درد د مخنيوي په پار اندروفين (د لذت او خوند هورمون) ترشح کوي او داسې حالت منځته راوړي، لکه کوم روږدی(معتاد) کس چې د مورفين کارولو څخه وروسته ورسره مخ کېږي. https://www.drshaghayeghdarvishi.ir
د مازوخيزم مخينه
د مازوخیزم اصطلاح د لیوپالډ وان مازوخ (1836-1895 Leopold Von Masoch) له نومه اخیستل شوې. دی اشراف زاده و، خو دا وړ ګډوډ و، چې د سهولت په ژوند کې یې ځان ځورونه غوښته. مازوخ لیکوال و او عاشقانه رومانونه یې لیکل.
د ده په یوه رومان کې یوه اشراف زاده نجلۍ (وانډا) له یوه محصل سره ملګرې کیږي، هلک له آره غلام فطرتی او له شکنجه کولو سره اشنا وي.
دا څو بعدي او پېچلې ملګرتیا وي. وانډا له هلکه معمول او رواج شوې مینه غواړي. هلک(سورین) په مازوخیزم اخته وي، نه ورمتمایل کیږي او بلاخره اشراف زاده وانډا د مینې د نه کولو له امله پر هلک ظلم شورو کوي، خو هلک یې له ظلم او وهلو لذت اخلي، دوی سره په یوه حادثه کې بیلیږي…
بیا کلونه وروسته وانډا یو لیک ور استوي په لیک کې ادعا کوي، چې د سورین په زورولو کې یې هدف دا و، چې ناروغ (سورین) روغ شي.
مازوخیسټ باید وزورول شي، طعنې ورکړل شي، په ژړا کړای شي، ورټل شي، ووهل شي، مات شي… او ها! شاید کله وار د مازوخیزم ریښه په ساډیزم کې وي (عنايت الله ديدار. www.taan.com).
د مازوخيزم او ساديزم (ځانځورنې او بلځورنې) تر منځ توپيرونه څه شی دي؟
مازوخيست هغه فرد ته وايي چې کله د يو چا له خوا آزار و ضرر ورته ورسېږي او دی خوند ترې واخلي خو په ساديزم کې بيا يو څوک (ساديست) د بل له شکنجه کولو او ځورولو څخه خوند اخلي.
ساديزم یوه رواني ساري او ارثي ټولنیزه ناروغي ده، چې که عواطف یې پر وړاندې راویښ نه کړای شي، په چټکۍ سره خوریږي، همدا اوس زموږ په هېوادکې د سیاسي ګټو او ایډیولوژیکو لاملونو لپاره یوه لویه برخه خلک پر دې ناروغۍ اخته دي، یو شمېر يې انسانان په خپلو لاسونو وژني یا یې ځوروي او نوره برخه یې دا هرڅه ویني، خو چوپ دي، ادبیات او هنرونه همدلته باید خپله دنده تر سره کړي او د سادیستو، بې رحمه ناروغو وژونکیو اروا ته ننوځي او خلک په دې خبر کړي چې وژونکي نه یوازې دا چې د خپلو کړنو لپاره مشروعیت نه لري، بلکې ناروغه ارواوې لري او دوی غیر نارمل او ګواښمن شخصیتونه ګڼل کیدای شي، په دې توګه به وګورو چې وژونکي ځانته متوجې شي او د خلکو له کرکې سره به ځان مخامخ وویني، سوله له همدې ځایه پیلیږي، کله چې ناروغه ارواوې په دې وپوهیږي چې ناروغه دي، هره سوله باید د انسانانو په روان کې وکرله شي، تر هغو چې په ارواوو کې سوله را نه شي، په سیاستونو کې نه شي راتللای او په ارواوو کې سوله ادبیات، هنرونه، اخلاق، عاطفه، قوانین او عقاید راوستلای شي.( لېوال، عبدالغفور. ادبيات او اروايي سوله، د غږ مجله، لسمه ګڼه).
د مازوخيزم ډولونه
مازوخيزم ډېر ډولونه لري، دلته به يې پر درې ډوله ووېشو، چې لومړی يې رواني، دويم يې احساساتي او درېيم يې جسمي يا فزيولوژيکي مازوخيزم دی.
رواني مازوخيزم
رواني مازوخيزم زموږ په روزمره ژوند کې پېښېږي. پر اروايي مازوخيزم اخته کسان په دې لټه کې وي، چې تحقير شي. هر څومره چې دوی تحقير او سپک شي، په هماغه اندازه خوند اخلي او تر هغو چې دوی تحقير او سپک سپاند شوي نه وي او شخصيت يې کوچنی شوی نه وي، تر هغې د ارامۍ احساس نه کوي.
هغه کسان چې پر رواني مازوخيزم اخته دي، په تمامه توګه خپل ځان د مقابل فرد (معشوق) په واک کې ورکوي. د دغو خلکو اړيکي د عادي اشخاصو له اړيکو سره توپير کوي او تر ډېره پورې د دوی اړيکه د بادار و غلام رابطې ته پاته کېږي. په دې رواني مازوخيزم اخته کس هڅه کوي، چې د معشوق د ژبې لړم يې وچيچي. د ښکنځلو، بدو خبرو، سپکو الفاظو، بد سلوک او د شخصيت سپکاوی هغه موارد دي، چې پر مازوخيزم مبتلا کس ترې خوند اخلي. https://www.drshaghayeghdarvishi.ir
رواني مازوخيزم هغه حالت دی، چې د عادي وګړو په ژوند کې ليدل کېږي. ځينې خلک پخپل ژوند کې د خپل ځان اختيار په هر لحاظ د خپل محبوب په لاس کې ورکوي او هر ډول سپکه او آزار، چې د هغه له خوا پرې کېږي، د زړه له کومې قبلوي. که د دوو کسو اړيکي له سرحد څخه تېری وکړي او د غلامي او باداري جنبه پيدا کړي؛ نو لکه څنګه چې غلام له خپل بادار څخه اطاعت کوي، په همدې شکل له دوی څخه يو طرف د بل طرف له غوښتنو څخه د غلام غوندې اطاعت کوي او قبلوي يې. کولای شو داسې وګړيو ته په رواني مازوخيزم ککړ خلک ووايو.
پر دې ډول مازوخيزم مبتلا کسان بغير له ښکنځلو او سپکې څخه بل شی نه غواړي او د ژبې زخم، سپکه او ښکنځلې دوی د خوند اوج ته رسوي. رواني مازوخيستان تر هغې چې له چا څخه ښکنځلې وانهوري يا چا سپک سپاند کړي نه وي، ناراحت او ناآرامه وي. ډېری هغه ځوانې باسوادې ښځې چې له پستو او ټيټو خلکو سره واده کوي، پر رواني مازوخيزم اخته دي. دغه ډول ښځې د سړيو د قوي وجود په سيوري کې د دوی ټول اخلاقي او ذاتي عيبونه ناديده نيسي.
په کلي ډول ويلی شو چې منحرف مازوخيست يو داسې څوک وي، چې سپکې سپورې خوند ورکوي او غواړي يې او په هر ډول چې امکان لري، ځان نورو ته تسليموي، تر څو چې خپل رواني تمايلات مشبوع او اقناع کاندي.
احساساتي مازوخيزم
ځينې پر مازوخيزم مبتلا کسان د خپل کږوالي او انحراف له ښکاره کولو څځه ځان ساتي او خپل درون ته پناه وړي. دغه ډول وګړي کوشش کوي د فکر او خيال له لارې د مازوخيزم د مختلفو صحنو په ترسيمولو سره، خپل ابنارمل تمايلات څرګندوي. دغې ډلې منحرفانو ته احساساتي مازوخيستان ويلی شو. mizanonline.com/000h55
احساساتي مازوخيستان په خپل فکر او خيال کې داسې صحنې جوړوي او ترسيموي، چې دوی تر شکنجې لاندې وي، پر دوی باندې د چا د ژبې توپک راخلاص وي، دوی سپک سپاند او حقير شوي وي او شخصيت يې پکې تر پښو لاندې شوی وي.
فيزيولوژيکي مازوخيزم
د مازوخيسم دا ډول ډېر خطرناک او ډېر بد ډول دی. په دې ډول کې د رواني مازوخيزم پر خلاف، مبتلا کس ته د ژبې په واسطه آزار، سپکاوی او شکنجه ارامتيا نه ورکوي. پر فيزيولوژيکي مازوخيسم اخته کس هيله لري، چې د مقابل کس له لوري جسمي آزار او شکنجه وويني. کله چې په فيزيکي لحاظ شکنجه وويني، د خوښۍ احساس کوي. په فيزيکي مازوخيزم کې فرد پخپله خوښه او رضا خپل ځان شکنجې ته تسليموي. https://www.drshaghayeghdarvishi.ir
فزيولوژيکې مازوخيزم د مازوخيزم حادترين او واقعي ترين شکل دی، هغه حالت دی، چې وګړی اړ کړي چې د درد او رنځ له احساس څخه خوند واخلي او خپل ځان پخپله رضا زجر او عذاب ته ورکړي. د هغه چا لپاره چې پر فيزيولوژيک مازوخيسم باندې اخته دی، درد خپل مفهوم له لاسه ورکوي او حتی خوند ځنې اخلي. پر دغه ډول مازخيزم باندې د اخته کسانو شمېر تر دوو نورو ډولونو زيات دی. پر دې ډول مبتلا کس له بدني ازارونو لکه شکنجه، د پوستوکي نوکاري کول او د بدن له سوځولو څخه خوند اخلي او که چېرې د دغسې کسانو درملنې ته پام ونه شي، په نتيجه کې دوی ممکن خپل ځان هلاک کړي. mizanonline.com/000h55
آيا مازوخيستان له خپل ځانه کرکه لري؟
که له ليرې څخه پر مازوخسيم باندې اخته وګړيو ته وکتل شي، متوجه کېږو چې دا متناقض رفتار يعنې د درد او خوند تر منځ په فاصل حد کې پاتې کېدل په دوی کې په اتومات شکل منځته راځي او دا تمايل د دوی له غوښتنو څخه سرچينه نه اخلي، بلکې د دوی دروني حس پر دوی تحقير، سپکاوی او درد تحميلوي.
https://www.drshaghayeghdarvishi.ir
اخځليک
- اورکزی، ممتاز. (۲۰۱۹). زه په چاک پروت يم. پېښور: اعراف پبلشرز.
- مومند، عبدالحمید.( ۱۳۸۶). د عبدالحمید مومند کلیات. دویم چاپ. د محمد آصف صميم سریزه، څېړنه، اوډون او وییپانګه. پېښور: دانش خپرندویه ټولنه.
- ليوال، عبدالغفور. ادبيات او اروايي سوله، غږ مجله. لسمه ګڼه.
- د عنايت الله ديدار ليکنه. تاند.
- د دوکتور شقايق ليکنه.
- د دوکتور علي درخشنده ليکنه.