جمعه, مې 3, 2024
Homeکالمونهیاره خبره دې په ګل بدله| شهرت ننګیال

یاره خبره دې په ګل بدله| شهرت ننګیال

ډاکترناشناس دې خدای وبښي له خپلو هیواد والو په دې ګیله من دی چې د موسیقی اوریدو اخلاق نلري.
فرهاد دریا په یوه مرکه کې کې دې ته ورته خبره وکړه، د ده وړاندیز دا و چې د موسیقی اوریدو اخلاق د درسي مضمون په توګه په نصاب کې شامل کړای شي.
که دغسي یوې خبرې یاغوښتنې ته نوک نیول کېدای شي، له لوستونکی څومره د لوستلو د اخلاقو تمه کېدای شي؟
لومړی وضاحت چې لازم دی دا دی چې ښاغلی ناشناس ته زما د بښنې دعا په دې مانا وانخلي چې خدای مکړه ناشناس په حق رسېدلی، بلکې پر ده د سیاسنګ له لیکلی کتاب او د ده له څرګندونو دا پر ځان فرض ګڼم چې د ځان تر څنګ یې د مغفرت په دعا کې یاد وساتم.
دا خبره مې ځکه وکړه چې لیکوال باید د خپلې لیکنې پر هره جمله یا پارا ګراف یوه شرحه یا حاشیه ولیکی، که نه بڼکې به یی بادباد وي.
لوستونکی که زما په څېر بیسواده وي که پروفیسر له دغې ستونزې ډېر لږ ځان ژغورلی شي، بس چې کوم ټکی پرې دروند پریوځي د واره عصبي شي، غوسه یې سر ته وخېژي او په داسې غبرګون ځان اړ وګوري چې وچ او لامده دواړه د خپلې غوسې اور ته لړه کړي.
دا ځکه چې موږ ته خپله خوښه ناخوښه معیار ښکاري، نور هم سل په سله د دغه معیار په منلو مکلف ګڼو، که نه خیر یې نشته.
همدا د واکمنو د نارسمي او ارزان بیه ویندویانو متحدالمال ستونزه ده.
لکه څنګه چې له قانون څوک لوړ نشي بلل کېدای دغسې له نقد او نیوکې هم ښایې څوک ځان مبرا ونه ګڼي
که ما غوندې یو امپړ پر جناب جلالتماب حامد کرزي او محمداشرف غنی او نورو غټانو جنتیانو د نیوکو ګستاخي کړای شي، ځان څنګه د نورو له نقد او نیوکې لوړ بللی شي؟
ځکه خو مې د چا ځواب ته خوله نشي جوړیدلی، که نیوکه په ځای راته ښکاره شوې پاموړ مې بللې د خیر دعا مې ورته کړی، که نه د ګلو ګوزار مې ګڼلی.
واکمن او سیاستوال پبلک پراپرټي ده، ان چې د ځینو په اند د شخصي حریم کرښې هم تر ځان نشي تاوولی، ځکه چې د واکمن او سیاستوال تېروتنه متعدي ده.
موږ څنګه پر چا دا تپلی شو چې ولې مو د ده په رقم فکر نه دی کړی، د ده د خوښې کس مو نه دی ستایلی یا د ده د خوښې پرکس مو له نیوکې مخ نه دی اړولی، یا مو ولې د خپل زړه او ذهن خبره چې د ده نه ده خوښه خولې ته راوړې ده.
دا کوم علم غیب دی چې د یو چا خبره او لیکنه غوړمالی یا د چوکی لپاره هڅه ټاپه کړو
ولې مو دا زړه ته نه لویږي چې دا به د هغه د خپل زړه او ذهن خبره وي، د ده د مطالعې او مشاهدې زیږنده به وي.
کمزوری به وي پر نیمګړو مالوماتو به ولاړه وي، غلطه به وي خو د هغه خپل نظر به اوسي او هغه به د خپل نظر د پټولو منافقت نشي کړای. که خبره ناسمه او کمزورې وي هغه په ګوتو کړو په تورونو، پېغورونو خپلې مدعاته تکیه ونه ګورو.
دریغه دغه ټکي ته نه وای اړ شوی خو د چوکی د هوس تور اړ کړم په لنډو یوه یادونه وکړم.
د ملي امنیت شورا سلاکار ښاغلی محب ژوندی او اباسین بریال شاهد دی چې تیر کال یې د یوې غوړې دندې یا چوکی لپاره بللی وم، ما ورته کړه چې ما خپل خواهشات محدود او په درانه خوب ویده کړي دي، ښه ده چې راویښ نشي او همداسې خوبولي پاتې وي، کومې دندې ته دې چې پام کې نیولی یم، له مایې دغه ځوانان ښه تر سره کولی شي، دوی تر ما زیات له ټکنالوژۍ سره بلد دی، ما ته دوی ټول په دغسې چارو کی ترځان بریمن ښکاري.
خبره په [زه] کې ده، نیوکه د جمهوریت په [زه] ګرځولو کې ده، په نظام یا جمهوریت کې نه ده، موږ ولې په لوی لاس [زه] جمهوریت وپېژنو.
زه منم چې ښاغلو کرزي او غني نه دی ویلي چې جمهوریت مانا [زه] خو بین السطور هرڅه څرګند دي. وایې که زه ونه وایم ګوډه پښه مې وایی.
د حامد کرزي حکومت په وروستیو کې چې د سولې خبرو نوکی تومنه نیولې وه، دی پرې راوغورځېد چې له صفر یې نه پیلوو، د دوګزه بیرغ پرسر یی له دوحې سفیر راوغوښت، اوس په هماغه قطر کې د طالبانو بیرغ نه یوازې د طالب ویاند بلکې هر یو چې له رسنیو سره ناست وی رپیږي.
موږ وې سمه ده له صفر یې نه پیلوو، زنده باد.
خو اوس لګیا دی موقت حکومت غواړي، له صفر پیلول ورته عیب نه ښکاري.
پرغني که ړنګه نشوه تاسې به ګورئ چې د دویمې دورې له پای ته رسېدو ده ته هم له صفر څخه پیلېدل شرم ونه ښکاري او موقت حکومت د عار او عیب خبره ونه اوسی بیا به یو بل څوک داسې وي چې جمهوریت به یې [زه] ګرځولی وي، که داسې نه وای اته کاله دمخه به د سولې خبرې پیل شوې وې، فرض کړه که پایله یی نه وای ورکړې لږتر لږ ملامت او سلامت خو به په ګوتو شوی وای.
کابل د چا د پلار په قواله نه دی، له کابل سره مینه ما له اوو سمندرو بیله کوم مقام او چوکی، کابل ته ورکاږي، کابل زما مينه او مېنه ده، کابل زما د مينې د ثقل مرکز دی چې ما ورکیکاږي، زه د دې تجربه یا وړتیا نلرم چې کابل کې پر یوه بڼه اوڅېره او په خوله کې یو ژبه وګرځوم په امریکا، کاناډا،هند، ایران او پاکستان کې بله.
د ځینو به د شامې حس قوي وي چې په بوی د چا د راتلو پته لګولی شي خو زه له دغسې وړتیا محروم یم. زه اوس نشم چې څوک راروان دي، څوک ځي، څوک راځي؟
که له مختوری د چا ویره کېدلی نو اوس به ډېر تور مخونه چپه پر خرو سپاره ګرځېدی، خو دلته نه د پلیګون مجرم تور مخی شو، نه د خاد قاتلان، نه د کابل قصابان، نه د شوروي، امریکا، سعودي، ایران، پاکستان ګوډاګیانو ته چا ګوته لکه کړه، هغوی چې د انسان شوروي په بوللو سر وو، د نظارشورا د میزان په تله کې ځانونه واچول او بیا د لویدیز په مینه کې مدهوش پریوتل خو چا ورته ونشوای ویلی چې په مخ دې څو ګله؟
زماعرض بیا هم دا دی چې جمهوریت باید[زه] ونه اوسي همدا د جمهوریت دفاع ده، چې جمهوریت د اسهامو او ونډو تور بازار نه دی.
ستاسې هره خبره په ګل بدله، پر تاسې دې خپل رښتیا مبارک وي خو ما خپلو رښتیاوو ته ولې نه پریږدی؟
زه ستاسې رښتیا ته درناوی لرم، خو پر تا زما رښتیا ولې دومره درانه پریوځي؟
پر سوچ او فکر څوک پیرې نشي درولی، ښه ده چې هریو د خپلو رښتیاوو د ویلو حق ولرو، د خپلو رښتیا له ویلو ونه ویرېږو، د خپلو رښتیاوو د پټولو منافقت ونکړو، په یوه شرط چې دا رښتیا د بل د درواغو د رښتیا کولو لپاره نه وي.
والسلام کچ

4 COMMENTS

  1. ښه خبره ده. حمهوریخواهان باید اول د جمهوریت درسونه ووایی او بیا هغه عملی کړی.

  2. ننګیال صاحب دا خلک چی ټاپې لکوی ددوی په قیصه کی مه اوسه خپل یون ته دوام ورکوه حق وایه حق لیکه

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب