جمعه, مې 17, 2024
Homeخبرونهحکمتیار له افغان حکومته وغوښتل چې له فرانسې سره اړیکې پرې کړي

حکمتیار له افغان حکومته وغوښتل چې له فرانسې سره اړیکې پرې کړي

تاند (جمعه د عقرب ۹) د حزب اسلامي مشر وایي، د افغانستان حکومت دې له فرانسې سره خپلې ډیپلوماتيکې اړیکې پرې او خپل سفیر دې افغانستان ته راوغواړي.

ګلبدین حکمتیار چې د فرانسې له لوري یې حضرت محمد (ص) ته د سپکاوي د غندنې په هدف نن په کابل کې یوې ناستې ته وینا کوله وویل، حکومت دې ژر تر ژره په کابل کې د فرانسې سفارت هم وتړي او د اعتراض په ډول دې له یاد هیواد سره خپلې اړیکې پرې کړي.

حکمتیار وایي اسلامي نړۍ دې د ترکیې په څیر فرانسوي توکي تحریم او له یاد هیواد سره دې خپلې اړیکې پرې کړی.

د یادونې ده چې تر دې وړاندې د اسلامي نړۍ ډېر شمېر هېوادونو کې د اسلام په اړه د فرانسې د ولسمشر امانویل مکرون سپکو څرګندونو د خلکو غبرګونونه راپارولي او د نوموړي پر ضد لاریونونه شوي دي.

د تېرې چهارشنبې په ورځ کابل کې د استقلال لیسې زده کوونکو د فرانسې پر ضد لاریون وکړ او امانویل مکرون یې یو متعصب او پوچ مغزی انسان وباله.

لاریونوالو وویل، مکرون اسلام ته سپکاوی کړی دی او دوی هیڅکله د یوې ډلې، هېواد او شخص له لوري اسلام او مقدساتو ته سپکاوی نه شي زغملی.

4 COMMENTS

  1. دا خر ده . نه رهبر ده نه اسلامیت خبر ده نه له پیغمبر (ص) نه خبر ده ولی دا وخت نه ګټه یا استفاد کوی . نه پښتون ده نه داسی مسلمان ده بس د پاک انسانانو له اسلامیت له پیغمبر (ص) مینه والو له جذباتو غلت مقاسد لپاره کار اخلی .

  2. د فرانسې د ولسمشر امانویل مکرون سپکي څرګندوني د حضرت محمد(ص الله) په هکله د غندني وړ دي او بايد روغ هانده انسان يي وغندي. خو داهم بايد وويل شي چه بي ګناه انسانانو وزژلو حق هيڅ څوک نه لري او شاغلي ګلبدين ته بايد دوه خبري واضح شي:
    دا طالبان چه قرآن شريفونه په وار وار په جوماتو کي سوځي هغوی ته هم مهرباني وکړه او خپل هيدايت ورته وکړه.
    دځان د دوهم کور ريس جمهور عمران خان ته همداشاني هيدايت وکړه لکه د افغانستان ريس جمهورته.

  3. د فرانسی جمهور ریس خو بد کړي دي چې د بشر تر تولو ستر انسان ته یې سپکاوی کړی خو د فرانسوی کاریکاتوریست حخه خبله حکمتیار د اسلام لوی دښمن دی. د امانویل خبرو دومره زیان مسلمانانو او اسلام ته نه دی رسولی لکه حکمتیار!

  4. ایا حکمتیار په دی نه پوهیږي چی د غیر اسلامی نړۍ ټول رهبران او مشران محمد (ص) پیغمبر نه ګڼي او ټنونو ټنون کاغذونه یې په هجو کې ډک کړي دي! نو او س به ته له چا سره وهي! ایا د جکمتیار په لاس د مسلمانانو قتلونه د یوه کافر تر هجو ډیر تاوان اسلام ته نه دی اړولی؟ ایا د حکمتیار او د هاغه فرانسوي دواړو ځای به اسفل من النار نه وي؟ وی به! د یوه کا فر په هجو مسلمانانو او اسلام ته کوم نقص نه اوړي خو د حکمتیار قتلونه د ټول بشر وژنه ده!!!!!!!!!!!!!!۱ افغانان دې پوه شي چې د محمد(ص) دغه منافق یاران او مدافعین د یهودانو جاسوان دي او په دی پلمه د مسلمانانو له احساساتو استقاده کوي تر څو د ارګ کعبې ته ورسیږي!

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب