تاند (جمعه د عقرب ۹) په قطر کې د افغان دولت او طالبانو مرکچي پلاوو، کوربه هېواد د بین الافغاني خبرو د اسانچاري په توګه ومانه.
قطر کې یوې باوري سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط منلې چې د افغان حکومت او طالبانو د مذاکراتي ټیم غړیو د خبرو د پرمختګ لپاره د قطر پر منځګړیتوب سلا کړې ده.
خو دا معلومه نه ده چې آیا قطري چارواکي به د بین الافغاني خبرو ناستو کې په مستقیمه توګه ګډون کوي او که دوی به له دواړو خواوو سره په جلا توګه خبرې کوي.
د حکومت او طالبانو مرکچي پلاوو تر اوسه په ده هکله په رسمي توګه کوم څه نه دي ویلي.
باید وویل شي چې له دې وړاندې پر دې هوکړه شوې وه چې د افغانانو تر منځ خبرو کې به بل کوم بهرنی هېواد مداخله نه کوي.
د قطر په پلازمېنه دوحه کې د سنبلې میاشتې په دوه ویشتمه نېټه له طالبانو سره د سولې خبرې پیل شوې، خو له څه باندې یوې میاشتې تېرېدو وروسته هم د مرکچي پلاویو په خبرو کې هېڅ پرمختګ نه دی شوی.
طالبان ټینګار کوي چې د سولې خبرې دې له امریکا سره ددې ډلې د شوې هوکړې پر اساس مخته لاړې شي، خو افغان حکومت بیا وايي چې د سولې مذاکرات دې د اسلامي ارشاداتو او نبوي احادیثو په رڼا کې مخته یووړل شي او دغه راز دې پکې د مشورتي لویې جرګې پرېکړه له پامه نه غورځول کېږي.
دوحه کې د حکومت او طالب پلاوو تر منځ د مخامخ خبرو له پیلېدو سره سم د پلازمېنې کابل په ګډون په ډېرو ولایتونو کې ورځ تر بلې د جګړې لمن د پراخېدو په حال کې ده، چې هره ورځ لسګونه کسانو ته پکې مرګ ژوبلې اوړي.
بل خوا، د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد او په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو عمومي قومندان جنرال سکاټ مېلر وړمه ورځ ناوخته د طالبانو له سیاسي مشرانو سره ناسته کړې ده او په یو شمېر مسایلو یې بحث او خبرې کړي دي.
https://taand.net/%d8%ae%d9%84%db%8c%d9%84%d8%b2%d8%a7%d8%af-%d8%a7%d9%88-%d8%b3%da%a9%d8%a7%d9%bc-%d9%85%db%90%d9%84%d8%b1-%d9%84%d9%87-%d9%85%d9%84%d8%a7-%d8%a8%d8%b1%d8%a7%d8%af%d8%b1-%d8%b3%d8%b1%d9%87-%da%a9%d8%aa/