Homeخبرونهلاریون کوونکي: د فرانسې ولسمشر دې له مسلمانانو بښنه وغواړي

لاریون کوونکي: د فرانسې ولسمشر دې له مسلمانانو بښنه وغواړي

تاند(جمعه، د عقرب ۹) په کابل او د هېواد په یو شمېر نورو ښارونو کې د جمعې له لمانځه وروسته لمونځ کوونکو لاریونونه وکړل او د فرانسې پر ضد يې شعارونه ورکړل.

لاریون کوونکو غوښتنه کوله چې باید ژر تر ژره د اسلام ستر پیغمبر حضرت محمد(ص) ته د منسوب کاریکاتور خپرېدل بند شي او د فرانسې ولسمشر ایمانوېل مکرون باید له مسلمانانو بښنه وغواړي.

دوی ویل د اسلام پیغمبر ته سپکاوی ښايي په نړۍ کې د ترهګرۍ د ودې لپاره زمینه برابره کړي.

مظاهره کوونکو له نړیوالې ټولنې وغوښتل چې باید دینې مقدساتو ته سپکاوی د نړیوال جرم په توګه ومنل شي.

په وروستیو څو ورځو کې په یو شمېر اسلامي هېوادونو هم د فرانسې پرضد لاریونونه شوي دي.

1 COMMENT

  1. او همدا لاریونکونکی د ترویستانو لخوا په انتحار وژل کیږی چه کافر دی او وژل یی روا دی

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...