چهارشنبه, سپتمبر 25, 2024
Homeخبرونهطالبانو د ارزګان په ګېزاب ولسوالۍ تازه بریدونه کړي؛ دهراوود کې اوس...

طالبانو د ارزګان په ګېزاب ولسوالۍ تازه بریدونه کړي؛ دهراوود کې اوس هم نښتې دوام لري

تاند (جمعه د عقرب ۹) پولیس وايي د ارزګان د دهراوو ولسوالۍ په بازار کې اوس هم د افغان ځواکونو او طالبانو تر منځ جګړې دوام لري.

د دهراوو د امنیه قومندانۍ ویاند جان محمد کریمي وايي، چې تر اوسه د ولسوالۍ د بازار نیمايي برخه د طالبانو تر کنټرول لاندې ده.

تر دې مخکې د ارزګان د والي ویاند احمدشاه ساحل ویلي و، چې په دهراوو ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو او طالبانو تر منځ نښته کې ۳۷ تنه طالب جنګیالي وژل شوي دي.

چارواکي وايي، چې نن یې د دهراوود بازار او د امنیه قومندانۍ ودانۍ چې وړمه ورځ طالبانو نېولي وو بېرته ونیول.

طالبانو چې له تېرو دوو ورځو راپدېخوا په دهراوو ولسوالۍ بریدونه پیل کړي دي تر اوسه یې په دې هکله کوم څه نه دي ویلي.

بل خوا راپورونه وايي چې وسله والو طالبانو د نن ماسپښین له څلورو بجو راپدېخوا د ارزګان د ګیزاب ولسوالۍ پر مرکز هم حملې کړي دي.

د ګیزاب ولسوالۍ څخه یوي دولتي سرچیني ویلي، چې طالبان د یادې ولسوالۍ بازار ته داخېل شوي او پر ولسوالۍ راڅرخېدلی کمربند یې مات کړی دی.

د ارزګان د والي ویاند احمدشاه ساحل بیا وايي، چې ګېزاب ولسوالۍ کې د مخابراتي شبکو د نشتوالي له امله معلومات نه لري.

طالبانو تر اوسه په دې هکله تبصره نه ده کړې.

1 COMMENT

  1. د افغانستان تباهۍ ته یې قسم کړی دی، افغان وژنه ورته جهاد ښکاري، پلونه پلچک سرکونه مکتبونه او… دا خو لا د وخته کفار وو.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب