یکشنبه, سپتمبر 8, 2024
Homeخبرونهفضل الرحمان: طالبان زموږ احسانمند دي، غلامان نه دي

فضل الرحمان: طالبان زموږ احسانمند دي، غلامان نه دي

تاند ( دوشنبه، د زمري لومړۍ) د پاکستان د جمیعت علمای اسلام ګوند مشر ملا فضل الرحمان وایي، په افغانستان کې واک ته رسېدلي طالبان د پاکستان احسانمند دي، خو غلامان یې نه دي.

نوموړي په یوه تازه مرکه کې د پاکستان او پر افغانستان د واکمنو طالبانو وروستیو ناندریو ته په اشارې وویل، چې په دې برخه کې یې افغانستان ته د سفر پر مهال د حل معقولې هڅې وکړې، خو د پاکستان د واکمنو د نه همکارۍ له امله دا هڅې بې پایلې پاتې دي.

فضل الرحمان له زیاتو جزیاتو پرته وویل، چې د طالبانو لوی مشر ملا هبت الله سره لیدنه کې یې پر داسې طرحې سلا شوې وه، چې له مخې یې له افغان خاورې د پاکستان خلاف بریدونه پای ته ورسیږي او پاکستان خوندي شي.

د هغه په وینا، یوازې تحریک طالبان پاکستان نه؛ بلکې شل نورې ډلې هم چې د افغان جمهوري نظام خلاف طالبانو سره یو ځای جنیګدل، اوس د دوی تر واک لاندې افغانستان کې شته او فعال دي.

فضل الرحمان زیاتوي، چې د طالبانو د ۲۰ کلنې جګړې پر مهال پاکستان ۴۰ زره پاکستاني جنګیالي دغه هېواد ته استولي وو، چې اوس بیرته د دغه هېواد خلاف جنګیږي.

نوموړي پاکستان په دې کې پړ وباله، چې د خپلو نا امنیو ټوله ملامتي د افغانستان پر طالب واکمنو اچوي او خپله پکې مسوولیت نه مني.

د ده په وینا، که د پاکستان خلاف برید کوونکي پر ډیورنډ کرښه اوړي او پاکستان یې په نه مخنیوي کې د افغانستان واکمنان ګرموي، پاکستان یې باید د کرښې دې غاړې ته مخه ونیسي؛ څه چې د ده په وینا پاکستان له مجهز پوځ او استخباراتو سره پرې نه دی بریالی شوی.

فضل الرحمان په ورته وخت کې وویل، چې په افغانستان کې د وسله والو پالنه د پاکستان تېروتنه وه، ځکه د دغه هېواد په شان میلیونونه افغانان ایران ته هم کډوال شوي وو، خو هغه هېواد د جنګي روزنې مرکزونه ورته نه وو جوړ کړي، چې وروسته ورته په سرخوږي بدل شوي وای.

دغه پاکستاني ملا دا هم وویل، چې پر افغانستان واکمنو طالبانو ته دا خبره سخته ده، چې پاکستان ضدو ډلو ته د پاکستان خلاف د هغوی جګړه جهاد ونه ګڼي، ځکه هغوی به ورته ووایي چې تاسې ولې د خپل نظام خلاف جنګیدئ او د جهاد نوم مو ورکړی و.

نوموړي له ټي ټي پي سره د مذاکراتو او نه مذاکراتو په اړه محتاطانه نظر ورکړ او ویې ویل، چې په تدبیر سره باید اوسنی وضعیت مهار شي، ځکه پاکستان په ځانګړي ډول پښتونخوا او بلوچستان کې ناورین سره مخ دی.

3 COMMENTS

  1. ملاډیزلي او خواجه سرا !
    افغانان ستاسو د څه شي احسانمن دي ، دا چې څلوېښت کاله زمونږ هېواد مو ړنګ ، وران ویجاړ کړ؟
    څلور – پنځه میلیونه صادق افغانان مو یو د بل په مقابل کې وجنګول او سره ومو وژل ؟
    په میلیونونه نور مو پنجاب ، ایران او نورو هېوادونو ته مهاجرکړل؟
    افغانستان مو د نړۍ او تمدن له کاروان نه بېرته پاته کړ. بې علمه ، بې اتفاقه او په سل ګونو ډلو مو سره ووېشل ؟
    زمونږ سل کلنه ملي اردو مو ویجاړه او ټول تجهیزات مو کباړ او ستاسو پنجاب ته انتقال شول؟
    دفاع افغانستان ، د فاع پنجاب د ضیاالباطل شعار نه وو؟
    ټالب همارا هیرو هي ، د پرویز بېشرف شعار نه و ؟
    مونږ به ستاسو د کوم شوم عمل او انساني ضد عمل احسانمن و اوسو ؟
    مونږ له تاسو نفرت لرو . مونږ له خدایه غواړو چې تاسو ټوټه ټوټه شئ او ستاسو د پلار مستعمرې بېرته خپلو اصلي هېوادونو سره یوځای شي .

  2. مونږ افغانان باید دا جرعت ولرو چې، ځینې واقعیتونه باید ومنو. دا ښکاره خبره دي چې، د مونږ په منځ پردې جاسوسان سته او بهرنیان دی هغوى له لاري خپل پلانونه پر مخ بیایې.
    زه د ملا ډیزلي له دی خبري سره موافق نه یم چې، وایې افغانان احسانمنده دي. دغه رزیل باید ویلی وي چې، د مونږ ایجنټان دی مونږ احسانمنده دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب