یکشنبه, سپتمبر 8, 2024
Homeخبرونههاتف مختار: د هبت الله رژیم اسلامي نه دی، خلک یې باید...

هاتف مختار: د هبت الله رژیم اسلامي نه دی، خلک یې باید پر ضد قیام وکړي

تاند ( دوشنبه، د زمري لومړۍ) د طالبانو د رژیم یو مخکینی سرسخت مدافع ډاکټر هاتف مختار، چې له څه مودې راهیسې د دوی په منتقد بدل شوی، وایي د ملا هبت الله په مشرۍ واکمن طالب رژیم اسلامي نه دی او خلک دې یې پر ضد قیام وکړي.

د هغه په وینا، نه یوازې ده؛ بلکې یوه لویه برخه نورو کسانو هم د طالبانو خلاف د افغانستان دننه د انسجام هڅې پيل کړي او د ملي ګټو د تامین لپاره غواړي یا طالبان اصلاح او یا له واکه لیرې کړل شي.

هغه په دې تړاو نور جزیات ورنه کړل، خو ادعا یې وکړه چې د طالبانو د رهبرۍ یو شمېر کسانو د نجونو د زده کړو، د ښځو د حقونو، فردي ازادیو د تامین او د طالبانو لخوا د قدرت د انحصار او بې قانونیو پر وړاندې د اعتراض له امله دی او د کورنۍ غړي یې بندیان کړي او ان په مرګ ګواښلي.

نوموړي ادعا وکړه، چې لا هم د افغانستان په یوه سیمه کې پټ ژوند کوي او د طالبانو خلاف به انتقاد او مبارزه وکړي.

ډاکټر هاتف مختار د طالبانو تر واک لاندې کابل څخه یو شمېر نشرات لرونکي خصوصي تلویزونونه تورن کړل، چې د طالبانو په کنټرول کې دي او د ده په ګډون د نورو اصلاح غوښتونکو غږونه خاموشه کوي.

هغه په عین حال کې وویل، چې د جمهوري نظام پر مهال ناورې کې و او له شاوخوا لسو کلونو راهیسې یې یو شمېر نورو بهر مېشتو افغانانو سره په ګډه په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو د حضور خلاف د طالبانو تبلیغاتي ملګرتیا پيل کړې وه.

هاتف مختار له څه مودې راهیسې په څو مرکو کې د طالبانو مشر ملا هبت الله ننګولی او ویلي، چې هغه د چا زوی دی، پیغمبر که صحابي دی، چې میلیونونه نجونې او ښځې یې له کار او زده کړو منع کړي او د افغانانو ازادۍ او حقونه یې تروړلي؟

طالبانو د نوموړي څرګندونو ته کوم غبرګون نه دی ښودلی، خو هغه ادعا لري چې د طالبانو استخبارات د سوشل میډیایي تبلیغاتو لپاره نږدې ۵ زره معاش خواره لري او د هغو په وسیله د ده خلاف کنځلې او تبلیغات کوي.

12 COMMENTS

  1. کاشکي له اولې ورځې یې خوله چوپه کړې وای، دی د طالبانو ساز ته ښه نڅیدل حتی ماته یې په یوټوب کې داسي څه ولیکل تیر کال سي زه هغه دلته نسم لیکلای. ☹️

    • اوس چه کوم حکومت په افغانستان کى واکمن دى دا د الله ج له لورى پر افغانانو لوى نعمت او لورينه ده
      اوس الحمدالله ټول افغانان خوشحاله او خوښ دي

      • ساحل، که چیرته ته په خپله خبره کې صادقه یې، نو له نعمت نه تیښته ګناه دئ. نو بیا مهرباني وکړه او دغه نعمت ته ورشه!

  2. دا زورواکي د پاکستان او ملګرو په زور راغلي او پاني به وي هرکله چي وغواړي په لړ د ۱۲ ساتو کي له منځه وړلای
    په افغانستان کي کمونستي حکمتونه هم د پاکستان او ملګرو په زور چپه شو او له نجيبه ورسته هم د پاکي لاس د ښکاره دافغانستات په سياسي تغير کي وو او وي به. نه اوس او نه په لري راتلونکي کي به په افغانستان سايسي تغير بي د پاکستان له خوښي راشي ځکه افغانان يووالی نه لري، سياسي ګوندونه نشته همداشاني حربي قدرت هم نه لري او اولس مو د پيل په غوږ کي ويده

    • ما ته هاتف یو خود خواه او مطلب اشنا انسان ښکاري. د هیبتي ځناورو ډول ته نڅیده، ږیره یې اوږده کړه، او کابل ته په دا تمه ولاړ چې، مکافات به تر لاسه کړئ. خو ځناورو ورته پاملرنه ونکړه.
      اوس یې ذهنې توازن له لاسه ورکړئ او په تلویزیونونو کې ناست چیغي وهئ.

      • بس هاتف دومره د طالب سرسخت مرید وه سي جزبې به ورته اخیستل نن یې لکه سي طالب خوله ورخوږه نه کړه ځکه ډیرو په شیطاني ویبو کې طالب ته هلکې کولې د چوکۍ لپاره. طالب وایی میمزرما ټول د ما او د ملا . نور دیې وغواړي له الله ☹️

  3. سلامونه
    ما یو دوه کاله مخکی یو ملګري سره خبرې کولې ؛خبره د ط ط نمایندګي په م.م.م. کې شوه ؛ ما ویل تر ټولو مناسب سړی پوهاند م.اسماعیل یون دی ؛ یون یعنې یو.ان!!
    هغه ملګري چې نوم به ېې نه اخلم ویلې ؛نه بابا بهترین کس د.هاتف مختار دی ! ځکه د ستراتژیک څیړنو مسوءل دی!؟. اوس ېې خوند وکه! ؛
    متقی دری کالونو کې ونسوکولای فایک نافایک چې صرف ډالرو ته ناست دی لیری کړی!!
    وایی نه هومره خوږ شه چې څوک دې له ستوڼي تېر کړي او نه دونه تریخ چې څوک دې توو کړي!!
    اول خو دا خبره بیمانا ده : “ته پیغمبر یا صحابي ېې؟ “دا د اسلامي عقیدې ضد خبره ده
    که ویلي ې وای چې د پوکسټین کوم پټ جرنیل ې ؟لا یو خبر..
    خو ط.ط.به هم وایی ‘که ولي نه یو ، خالي هم نه یو!!’
    ولس اوس شعور پیدا کړی ؛ د ځوانیمرګ ګیله من نعیم غیرت ،شهادت په شپیتو ممالکو کې افغانان/پښتانه راویښ کړل او اکتوبر او له هغه وروسته به تورلینګی او ګوډاګیان ې مالوم شي چې هندوچین ته که روس او انګریز ته دوه خپلې دوه خپې پردئ په کومه تښتي او لُنګونه به ې په ټل او واڼه پاتې شي!!!
    ان شآء الله ؛ ان الله مع الصابرین

  4. سلام
    افغانستان یو ستر هېواد دی ، څلوېښت ملیونه انسانان دلته ژوند کوی پراخ ، مستحکم ، باثباته او روښانه دریز اولید لوری ته ضرورت لری. زه فکر کوم په غوسه ، اهانت،ګواښ ، ټاپه وهلو تاڅه کړی او ماڅه کړی باندې کوم ځای ته نه رسېږولکه څنګه چې مختار صامب وایی اوتل په دې ټکی تاکید کوی چې علمی او اکاډمیک بحث باندی هره معضله وپنځوله شی یا څېړنه وشی چې ښه خبره ده او بدی نه لری.
    ما دمختار صاحب خبرې دښوونې او روزنې او په تیره بیا دملی اواسلامی اصولو په برخه کې اوریدلی بلکل سم وایی .
    راځی مختار دیوه سمپل یو فرد په توګه وڅېړو او طالب دیوه نظام په توګه نو یونظام ولې دومره وړوکی شی چې هرعمل یې په انحصار بدل شی په تیره بیا دیوه ګوډ او شلیدلی ښوونې اوروزنې سیستم په برخه کې!
    لکه څنګه چې مختار دستراتیژیکو او مطالعاتی څېًړنو په هکله کافی تجربه لری نو په کار ده چې سینه پراخه کړی او په تدریج سره دټولو ابزارو ، وسایلو او عواملو علمی اوعملی بڼه هم په نظر کې ونیسی ځینی مسائل وخت غواړی .
    زموږ ټولنه ډیر ې نیمګړتیاوی لری .
    ما تعجب وکړ کله چې دطالبانو سیا سی معاون ریس الوزرا کاغذ له مځې لوست!

    • ستاسو هیڅ تبصره نه ده لیري شوې، هره تبصره مو اتومات خپریږي. کله ناکله یوه نیمه تبصره اتومات نه خپریږي او زموږ تایید غواړي
      تاند

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب