یکشنبه, سپتمبر 8, 2024
Homeخبرونهمولوي کبیر روسیه او چین وستایل او پر ځینو هېوادونو یې نیوکې...

مولوي کبیر روسیه او چین وستایل او پر ځینو هېوادونو یې نیوکې وکړې

تاند ( دوشنبه، د زمري لومړۍ) د طالبانو د رئیس الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د روسیې او چین هېوادونه له دې امله ستایلي، چې د دوی رژیم سره یې اړیکې په پراخیدو دي.

هغه په عین حال کې پر یو شمېر هېوادونو نیوکه کړې، چې ګواکې د دوی د رژیم پر ضد او له افغان خاورې د تروریستي خطرونو د پېښیدو په اړه تبلیغات کوي.

مولوي کبیر په مشخص ډول د کوم هېواد نوم نه دی اخیستی، خو په وروستیو کې پاکستان، یو شمېر سیمه ییز او لویدیز هېوادونه ورته څرګندونې لري.

دغه طالب مقام وویل:«د نړۍوالو قضایاو په برخه کې د خپلو ستراټېژیکو همکارو لکه روسیه او چین او نورو دریځ ستایو او باوري یو چې، له افغانستان سره تعامل به سیمه او نړۍ د امن، ثبات او پرمختګ په لور بوځي.»

مولوي عبدالکبیر دغه راز زیاته کړه:«په سیمه کې به ځینې کړۍ او هېوادونه د ناسمو معلوماتو او یا د خپلو معلوماتو پر اساس غرضي تبلیغات او څرګندونې کوي؛ خو د اسلامي امارت دریځ روښانه دی چې، د افغانستان له خاورې څخه به هېچا ته خطر متوجه نه‌شي.»

د طالبانو د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال دغه راز وایي:«افغانستان کې د هېچا فرمایش ته سر نه‌ټیټوو، بل که د فرمایشونو او د ناسمو تورونو پر ځای موږ کولای شو چې، پر واقعیتونو تمرکز وکړو.»

طالب مقام دا څرګندونې داسې مهال کړي، چې د یو شمېر افغانانو او شنونکو په باور عام افغانان د طالب رژیم د سخت دریځۍ او د افغانستان د انزوا درنه بیه پرې کوي، ځکه دې انزا اقتصادي او بشري ناورین اوج ته رسولی.

1 COMMENT

  1. د نظار شورا د ډلګۍ مشر احمدشاه مسعود هم دا شعار و:
    اسلام دین ماست
    افغانستان به غ … ماست
    د خدای ج وهل مو ولیدل ، څنګه ژر یې اسفل السافلین ته واستاوو.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب