جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهافغانستان ته د چاودېدونکو توکو لېږدول او د پاکستان په روغتونو کې...

افغانستان ته د چاودېدونکو توکو لېږدول او د پاکستان په روغتونو کې د طالب جنګیالیو درملنه

تاند (سه شنبه د جدي ۳) د ولسمشر لومړی مرستیال امرالله صالح وايي، سږکال له پاکستان څخه کابو شل زره ټنه چاودېدونکي توکي افغانستان ته راوړل شوي دي.

ښاغلي صالح نن سه شنبه پر خپله فېسبوک پاڼه لیکلي، افغانستان کې د بم جوړولو لپاره له افغاني توکو کمه استفاده کېږي او د چاودېدونکو توکو ډېره برخه له پاکستان څخه راوړل کیږي.

نوموړی وايي، طالبان د ماین جوړولو لپاره له امونیم نایټرېټ چاودېدونکو توکو څخه کار اخلي او دغه مواد پاکستان د دوی په اختیار کې ورکوي.

دده په خبره چې څو ځلې یې په دې اړه له پاکستان سره خبرې کړي، خو لا هم افغانستان ته د دغو توکو د انتقال مخه نه ده نیول شوې.

د امرالله صالح په وینا، سږکال پاکستان له مختلفو لارو څخه کابو ۲۰ زره ټنه امونیم نایټرېټ چاودېدونکي توکي د طالبانو په واک کې ورکړي دي.

په ورته مهال د ولسمشر لومړی مرستال امرالله صالح وايي، د پاکستان د روغتونو ۳۰ سلنه بسترونه د طالبانو له ټپیانو ډک دي او درملنه یې هم هملته کېږي.

هغه دغه څرګندونې د ۰۶:۳۰ بجو د امنیتي ناستې پر مهال کړي او زیاتوي چې د معمولي طالبانو درملنه د کوېټې په روغتونونو کې خو هغه چې مهم دي د درملنې لپاره د پاکستان کراچۍ ښار ته وړل کېږي.

ښاغلي صالح دغه څرګندونې د طالبانو د قطر کمېسیون د مرستیال او د سیاسي دفتر مشر ملا عبدالغني برادر هغه ویډیو ته په اشارې کړي چې له پرون راهیسې په خواله رسنیو کې لاس په لاس کېږي.

په یاد وېډیوي پیغام کې لیدل کېږي چې ملا عبدالغني برادر د طالبانو د یو شمېر غړو ته په وینا کې وايي، چې مشرتابه یې په پاکستان کې دی او د ټپیانو درملنه یې هم په همدې هېواد کې کېږي.

ملابرادر خپلو کسانو ته وايي، قطر کې چې کومې خبرې کېږي له خپل مشرتابه سره یې شریکوي او ډاډ یې ورکړی چې تر اوسه هېڅ یو کار په خپل سر نه دی کړی.

نوموړی له خپلو جنګیالیو مننه کوي او ورته وايي چې د دوی د قربانیو په نتیجه کې امریکا له دوی سره خبرو ته کېناسته.

تر اوسه د ملا برادر د دغه ویډیو د ځای او ثبت په اړه څه نه دي ویل شوي چې د پاکستان په کوم ځای کې ثبت شوې.

امرالله صالح بیا وايي چې برادر دغه څرګندونې ټپي طالبانو او د هغو پایوازانو ته د پاکستان د کراچۍ ښار په یوه روغتون کې کړي دي.

یو بل لنډ وېډیوي کلېپ چې د افغانستان د ملي امنیت پخواني رئیس رحمت الله نبیل پر خپل ټوېټر خپور کړی، وايي ملابرادر د دایکندي ولایت د کمېسیون له مسؤل، تور زین الله سره لیدلي دي.

دا په داسې حال کې ده چې ملابرادر د پاکستان په رسمي بلنه دغه هېواد ته ورغلی او هلته یې ددې هېواد له چارواکو سره لیده کاته کړي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب