جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهچارواکي: ملي امنیت کابل او ننګرهارلپاره د داعش ډلې د جلب او...

چارواکي: ملي امنیت کابل او ننګرهارلپاره د داعش ډلې د جلب او جذب مسوول نيولی

تاند ( چهارشنبه، د جدي ۳) ننګرهار کې د ملي امنیت صفر ۲ قطعه ادعا کوي چې تېره شپه یې په  جلال اباد ښار کې  د داعش ډلې د انفجاراتو مسؤول وژلی او د یادې ډلې د جلب او جذب مسؤل يې نيولی دی.

د ملي امنیت ۰۲ قطعې په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې دوی دا عملیات تېره شپه د جلال اباد ښار اتمې ناحیې اړوند دامان سیمه او شپږمې ناحیې خالص فامیلو سیمه کې ترسره کړي دي.

سرچینه زیاتوي چې د دې عملیاتو په پایله کې یې د کابل او ننګرهار ولایتونو لپاره د داعش ډلې د جلب او جذب مسؤول نیولی او د یادې ډلې د ښاري ټیم د ماینونو د انفجار مسؤل وژلی دی.

د سرچینې په خبره په دې عملیاتو کې ځانګړو ځواکونو او عام ولس ته کوم زیان نه دی اوښتی.

بل لورته داعش وسله والو هم تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

امنیتي چارواکي داسې مهال دا  ادعا کوي چې په دې وروستیو کې په جلال اباد ښار کې هدفي وژنو ژور اخیستی او خلک یې سخت اندېښمن کړي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب