جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهافغانستان د خبریالانو لپاره خونړی هېواد بلل شوی

افغانستان د خبریالانو لپاره خونړی هېواد بلل شوی

تاند ( چهارشنبه، د جدي ۳) د خبریالانو د خوندیتوب نړیوالې کمېټې افغانستان د خبریالانو لپاره د نړۍ په کچه خونړی هېواد بللی دی.

یادې کمېټې ویلي، په افغانستان کې د خبریالانو پر وړاندې ګواښونه اوس هم موجود دي او په کار ده په دې برخه کې جدي ګامونه پورته کړل شي.

د خبریالانو د خوندیتوب نړیوالې کمېټې زیاته کړې په ټوله نړۍ کې د افغانستان ترڅنګ مکسیکو او سوریه هم د خبریالانو لپاره خطرناک او خونړي هېوادونه دي.

دغه نړیوال بنسټ داسې مهال دغه څرګندونې کوي چې په دې وروستیو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د خبریالانو پر وړاندې ګواښونه ډېر شوي دي.

په دې وروستیو کې د هدفي وژنو تازه بېلګې ننګرهارکې د ښځينه خبریالې ملالې میوند وژل کېدل او غزني کې د رحمت الله نېکزاد وژل دي چې د کور مخې ته د وسله والو له لوري ووژل شول.

له دې وړاندې د ازادۍ راډیو خبریال داعي بیا په هلمند کې په یوه وسله وال برید کې ووژل شول.

د یادونې ده چې په افغانستان کې د خبریالانو وژل کېدو مسلې په کور دننه او دباندې غبرګونونه هم راپارولي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب