شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهاروپايي کمیسیون؛ برېتانیا سره پرتګ راتګ بندیزونه د اندېښنې وړبللي

اروپايي کمیسیون؛ برېتانیا سره پرتګ راتګ بندیزونه د اندېښنې وړبللي

تاند ( چهارشنبه، د جدي ۳) برېتانیا سره وروسته له هغه ځينو هېوادونو په تګ راتګ بندیز ولګوه کله چې په یاد هېواد کې د کورونا د نوې بڼې د موندل کېدو خبرونه خپاره شول.

اوس تازه اروپايي کمېسیون په دې حساس وضعیت کې له برېتانیا سره د تګ راتګ بندیز د جدي اندېښنې وړ مسئله بللې ده.

د دغه کمیسیون ۲۷ غړو په تازه څرګندونو کې ویلي په دې حساسو شرایطو کې چې د کرېسمس رخصتۍ دي او زرګونه کسان د اروپا له بېلو ښارونو باید برېتانیا ته تګ راتګ وکړي له ستونزو سره مخ دي.

یاد کمېسیون زیاتوي همدا اوس زرګونه موټرونه، مسافر او الوتکې چې ټاکل شوې له بېلابېلو لارو اروپايي هېوادونو برېتانیا ته لاړ شي درول شوي دي.

سرچینه وایي دغه راز د کرېسمس پر مهال میلیونونه ټنه کارېدونکي ډول ډول توکي هم برېتانیا ته نه لېږل کېږي چې ښايي ګڼې ستونزې رامنځ ته کړي.

د معلوماتو له مخې ویل کېږي به برېتانیا کې موندل شوې د کورونا دا بڼه په ډېرې چټکۍ خپرېږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب