دوشنبه, اپریل 29, 2024
Homeمقالېپه شپږو میاشتو کې ۲۵ "ښاري پراختیا پلانونه" منظور شوي

په شپږو میاشتو کې ۲۵ “ښاري پراختیا پلانونه” منظور شوي

حشمت ناصري

ښار جوړولو او ځمکو وزارت په ښاري سکټور کې یو مخکښ وزارت دی چې عمدتاً د ښاري، ځمکوالۍ، مسکن او ساختماني چارو تنظیم تر څنګ له دولتي املاکو څخه د ګټورې استفادې په موخه خپلې کړنې تر سره کوي. د یاد وزارت مشرتابه تل هڅه کوي چې د ښاري پلانونو د ترتیب او منظورۍ له لارې د ښارونو پراختیا د مسیر ټاکلو سربېره د حکومت پراختیايي او ټولګټو پروژو پلي کېدو ته چې پایله یې اقتصادي وده، کارمونده او ټولنیزه هوساینه ده، لار هواره کړي.

همدې ارزښت ته په کتو، د ښار جوړولو او ځمکو وزارت مشرتابه له لوري په تېرو شپږو میاشتو کې ۲۵ ښاري پراختیا پلانونه منظور شوي چې په دې پلانونو کې ۷ تفصیلي، ۱۱ سټراټیژیک، ۲ منطقوي او ۵ د بهسازۍ پلانونه شامل دي.

په تفصیلي پلانونو کې د کابل ولایت شکردرې ولسوالۍ د غالۍ اوبدونکو ښارګوټي تفصیلي پلان، د ننګرهار ولایت رودات ولسوالۍ او بحر‌اباد د ښوونکو ښارګوټو تفصیلي پلانونه، د لوګر ولایت د پل علم ښوونکو ښارګوټي تفصیلي پلان، په فراه ولایت کې د زرو کورنیو د استطاعت وړ کورونو ښارګوټي تفصیلي پلان او د غور ولایت د فیروز کوه ښار د لومړي او دویم فاز تفصیلي پلانونه شامل دي چې په د دې پلانونو په پلي کېدو سره به په یادو ولایتونو کې ۷ ښارګوټي جوړ او شاوخوا ۲۰ زره کورنیو ته په مستقیمه توګه د استوګنې زمینه برابره شي.

همداراز، په سټراټیژیک پلانونه کې د جوزجان مرکز شبرغان ښار سټراټیژیک پلان، د بامیان ولایت د ورس، سیغان او یکه ولنګ ولسوالیو سټراټیژیک پلانونه، د کاپیسا ولایت د حصه اول کوهستان ولسوالۍ سټراټیژیک پلان، د خوست ولایت د نادرشاه کوټ او ګربز ولسوالیو سټراټیژیک پلانونه، د بغلان ولایت د ده صلاح، دوشي او اندراب ولسوالیو سټراټیژيک پلانونه او د تخار ولایت د تالقان ښار سټراټیژيک پلان شامل دي.

سربېره پر دې، د ارزګان او نیمروز ولایتونو لپاره دوه منطقوي پلانونه هم د ښار جوړولو او ځمکو وزارت مشرتابه له لوري منظور شوي دي چې دا سټراټیژيک او منطقوي پلانونه د اوږد مهاله لیدلوري په توګه، د یاد ولایتونو د منظم انکشاف، ټولګټو او انکشافي پروژو د پلي کېدو او د حکومت پراختیایي او اقتصادي پالیسیو او پلان جوړونې د تطبیق لپاره له دولتي ځمکو څخه ګټورې او معقولې استفادې ته لار هواروي.

په همدې ترتیب، په تېرو شپږو میاشتو کې، د فاریاب، سرپل، سمنګان او پروان ولایتونو لپاره د بهسازۍ پنځه پلانونه منظور شوي دي.

ښار جوړولو او ځمکو وزارت د غیر رسمي سیمو د ثبت سربېره، له ښاري سکټور ادارو سره په همغږۍ د بهسازۍ پلانونو د ترتیب او منظورۍ او همدارنګه د احیاء مجدد پروژو د پلي کېدو له لارې هڅه کوي چې غیر رسمي سیمې په ښو استوګنیزو سیمو بدلې کړي، څو هېوادوالو ته غوره ښاري خدمتونو وړاندې او د رسمي او غیر رسيمي سیمو تر منځ توپیر له‌منځه لاړ شي.

ښار جوړولو او ځمکو وزارت مشرتابه د دولتي ځمکو د تنظیم او مدیریت او ښاري پراختیا پلانونو د ترتیب او منظورۍ له لارې هڅه کوي چې له دولتي ځمکو څخه د ګټورې او معقولې استفادې او د حکومت پراختیايي او ټولګټو پروژو پلي کېدو ته لار هواره کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب