د زهرو له کاشوغي نه مزه اخلم هغې
له ژونده يو څو ګامه فاصله اخلم هغې
راځه نن د صحرا مخ ته ډېوه نيسم هوا
راځه نن دي په شعر کي نامه اخلم هغې
درځم بيا به دي شم په ښکليو سترګو مشرف
په شا به دا مشرکه زمانه اخلم هغې
هی هی د زندګۍ راڅخه هيڅ مه پوښته هيڅ
هی هی، خو له لمني نه لمبه اخلم هغې
“ندرت” يمه په شور کړمه برباد د ځان هجوم
له خپلي خاموشيه سرچينه اخلم هغې
دا د «نظم الدين ندرت» پنځه بيتيزه غزل دی.
(مزه، فاصله، نامه، زمانه، لمبه او سرچينه) ئې قافيه کلمې دي. په قافيه کلمو کي ئې (ه) روي دی. (اخلم هغې) ئې رديف دی.
شاعران اکثره بېلابېل نومونه معشوقو ته اخلي، مګر د دې غزل په رديف کي «هغې» ضمير کارول نوی انداز بللای شو.
«هغې» مونث غايب ضمير دی. شاعر له دې ضميره نامه جوړه کړې او مخاطب ته ئې اخلي.
دلته «هغې» ضمير کارول د شاعر او معشوق تر منځ پټ رمز هم دی، چي دی ئې د نامه پر ځای يادوي.
موږ ټول پوهېږو، چي زهر تراخه دي، موږ وژني، خو شاعر په لومړۍ مسره کي د شاعرانه کمال په زور دغه زهر داسي خواږه کړي، چي مزه ترې اخلي او پرې پايي. په دويمه مسره کي له ژونده مرور دی، څو ګامه ليري ځي. دومره نه چي بلکل ژوند ته شا کړي يا ژوند پرېږدي. دلته له ژونده ليري کېدل/ مرورتيا، له زهرو خوند اخيستل/ په زهرو پايېدل خبره ناعادي توب ته وړي.
داسي هم ويلای شو، چي شاعر د يار جدايۍ او بېلتانه زورولی، همدې زورېدني له ژونده مرور کړی دی. ماڼيجن ګرځي، خو د وصال په هيله بيا د هجران تراخه هم زغمي او په دې زهرو کي خواږه لټوي.
له زهرو خوند اخيستل په دې معنا چي زهر خواږه شوي، خواږه زهر پاراډوکس هم جوړوي. دلته پاراډوکس توصيفي ترکيب دی. زهر موصوف او خواږه صفت دی.
په دويم بيت کي د دواړو مسرو په پيل کي (راځه نن) دوه ځله تکرار، بيت ته موسيقيت او خوند ورکړی دی. شاعر هوا ته ږغېږي (هوا ته شخصيت ورکول شوی دی) د صحرا مخ ته ډېوه نيسي او په شعر کي د هغه چا نامه اخلي، چي پر زړه ئې ګرځي، خو په خوله ئې يادول ګران دي. شاعر دواړو سختو ته ملا تړلې ده. نن په شعر کي هم هغه نامه اخلي، هم هوا ته خبرتيا ده، چي ستا په مخ کي به صحرا ته ډېوه نيسم.
په دريم بيت کي ئې مشرکه زمانه په شا کړې ده.
په هغو سترګو ځان مشرفوي، چي ځان او جهان ئې پکي اباد دی.
د جهان ښايستونه پکي ويني. د حُسن انتها پکي ننداره کوي.
په څلورم بيت کي څلور ځلي د (هی ـ هی) تکرار بيت ته موسيقيت بښي او خوند ورکوي.
مخاطب ته د خپل دروني او ظاهري حال خبره کوي او په ټينګار وايي، پوښته مي مه، چي څنګه زندګي ده، څنګه تېرېږي او څنګه ژوند کوم؟ له خپلي لمني اور اخلم او په خپل بل کړي اور کي سوځم.
په مقطع بيت کي شاعر له هغه شوره د خپلي بربادۍ خبره کوي، چي له خاموشۍ راپورته کېږي. شاعر دومره خاموشي کړې، چي خبره شور ته رسېدلې ده. يا که ووايو له خاموشۍ، شور جوړ شوی دی.
د خاموشۍ شور پاراډوکس جوړوي.
دا پاراډوکس اضافي ترکيب دی. په پورته غزل کي «خواږه زهر» او د «د خاموشۍ شور» دواړه ناعادي ژبه ده. دغه ناعادي توب خپله هنر دی. د شاعر د شاعرانه استعداد ثبوت دی.
د پاراډوکس ارزښت دا دی، چي زهر خواږه کړي او په خاموشۍ شور کوي.
ندرت دي تاند او غزلبول وي.
هم نظم او هم ئی توضیح او تشریح خوندوره ده.
البته
که د ” هغې ” پر ځای ئی ” دغې ” کاروَلی وای مناسبه به وای ځکه:
” دَغه ” یا ” دغې ” د حاضر مخاطب صیغه ده او ” هغه ” یا ” هغې ” د غائب کس صیغه ده، د پورته شعر د سیاق څخه فی البدیهه ښکاری چی مخاطب باید یو ” حاضر ” مخاطب وی نه غائب.
زموږ په کوڅګی فرهنګ کی معمول دا دی چی یو حاضر مخاطب شخص ته د نوم له یادولو پرته هغه یا هغې ته د ” دغه ” یا ” دغې ” کلمه کاروو او ” هغه یا هغې ” ثالث شخص دی چی البته په ذوقی – عشقی شعری ادبیاتو کی دریم کس ځای نلری او فقط دوه کسان سره غونځیږی البته ټولنیز شعر بیله خبره ده چی مخاطب ئی ټوله ټولنه او یا ټول بشریت وی.
منننه
ستا نظر پر ځای ده.
خو شاعر به په دې کي يو پټ رمز لري.چي د غايب ضمير ئې کارولی دی.