جمعه, نوومبر 22, 2024
Homeخبرونهد طالبانو یو شمېر مخالفان په ګډه ستراتیژۍ د خبرو لپاره په...

د طالبانو یو شمېر مخالفان په ګډه ستراتیژۍ د خبرو لپاره په ویانا کې راټولیږي

تاند (یکشنبه، د فور۳ مه) ټاکل شوې ده چې د طالبانو د حکومت شاوخوا ۳۵ مخالفې څېرې سبا د اتریش په پلازمېنه ویانا کې غونډه وکړي.

د راپورونو له مخې، دا طالب مخالفه څېرې به په خپله دوه ورځینۍ غونډه کې د طالبانو د حکومت پر خلاف د خپلو سیاسي هلوځلو پر همږغۍ خبرې وکړي.

دا غونډه، د اتریش د یوه څېړنیز انستیتیوت له لوري بلل شوې ده. د دغه انستیتیوت ريیس ولفګانګ پیتریچ ویلي چې د اپریل له ۲۴ تر ۲۶ پورې یې د دې غونډې د رابللو هدف دا دی چې په حقیقي معنا د جګړې د پای ته رسولو او د یوه ولسواک حکومت د جوړېدو له لارې د سولې او پخلاینې د رامنځته کېدو په اړه د افغانانو پر غوښتنې بحث وشي.

په دغو کسانو کې د ولسي جرګې او مشرانو جرګې یو شمېر پخواني غړي، دیپلوماتان، ژورنالیستان، پخواني چارواکي او سیاستوال شامل دي.

ولفګانګ پیتریچ ویلي، په افغانستان کې تر هغو سوله نه شي راتلای چې یو داسې پراخ اساسي قانون نه وي چې د ټولو قومي او مذهبي ډلو ګټو ته درناوی وکړي او د نړیوالو تر څارنې لاندې عادلانه انتخابات شوي نه وي.

د اتریش دا غونډه، وروسته له دې جوړیږي چې د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي په ترکیه کې د طالبانو له څو مخالفو مشرانو سره وکتل.

تر اوسه پورې امریکا او نورو هیوادونو په دې ټینګار کړی چې د افغانستان ستونزې دې له سوله ییزې لارې حل شي او له همدې کبله د طالبانو د مخالفانو له مالي او تسلیحاتي ملاتړه ډډه کوي خو د طالبانو له مخالفو مشرانو سره، چې په افغانستان کې د جګړې د پیلولو لپاره له بیلابیلو هیوادونو د وسلو او پیسو غوښتونکي دي، کتنې د ناامنۍ لور ته د افغانستان د بیولو لومړنۍ نخښې ګڼل کېدای شي.

اتریشي انستیتیوت تېر کال د سپټمبر له ۱۵ تر ۱۷ پورې هم په ویانا کې د ۳۰ طالب مخالفو څېرو په ګډون غونډه جوړه کړې وه.

6 COMMENTS

  1. د طالبانو مخالفان نه, د وطن دښمنان, وطن فروشان د وطن تخريب, غله, مفسدين فی الارض او د افغانانو د دوينې تږي سره را ټول شوي۔ زه هم د طالب سره موافق نه يم ولې نه غواړم چې د يوه افغان وينه توي شي۔

  2. دوی ته باید منهوسې څهرې وویل شي. زه او ډیرې افغانان هم د طالب د تګلارو او ځینو کړو وړو مخالف یو مګر دوی ددې خاورې، خلکو، کلتور او عقیدې دښمنان او له منځه وړونکي دي. باید ټول افغانان د نړیوالو وغواړي چې ددې خلکو په غونډو او حتی تګ راتګ بندیز ولږوي او د ټولو غلاو حساب ورسره وشي. دوی نه افغانان دي او نه د افغان نمایندګي کوي.

  3. الله پاک دى دوى تر دغه هم سر ګردانه او شرمنده کرى، دا ذلىله مخلوق د خبل عىاشى او قدرت لپاره د کفر او شىطان پلانونه تطبىقوى. د دوى په خلاف بايد افغانان په ويانا کى مظاهرى وکرى.

  4. ALL THESE FACES ARE CORRUPT. THEY CAN NOT BE REPRESENTATIVE. OF AFGHANS.
    THEY FIGHT FOR CPRRUPTION.THEY WANT TO COLLECT MORE DOLLARS,
    WE BELIVE TALIBS ARE 1000 TIME MUCH BETTER FOR AFGHANISTAN.
    TALIBS ARE REAL SONS OF AFGHANISTAN.
    DEATH ON ALLL CORRUPT WARLOARDS.
    THEY DRINKS AFGHANS BLOODS UNDER NAME OF JIHAADS.
    ALL AFGHANS MUST STRONGLY SUPPORT EMARAT ESLAMIC OF AFGHANISTAN
    THANK YOU

  5. ددوی له ترکیب خو د طالبانو اوسنی اداراه ډیره ټولشموله ده، له دوی پاکه او په نسبت یې د وبس په خیر هم ده. که د مخالفو غونډه رابلل کیږي، لږ تر لږه له طالبانو خو د په شرایطو ښه خلک راوبلي

  6. الله ج دی دو تباه او برباد کړی چی ده داسی ناموس فروشانو له لاسه نن اکثریت افغانان ده دری وخته ډوډی نه لری .خو دی بی زمیرو دډالرو لپاره خپل ناموس خرڅ کړو او بعضو یی حتی د خپل د ملا تیر نه هم تیر شو دا امریکا حکومت څخه هیله کوم چی دا خاینین باید نظر بند وساتی ځکه دا خلک به سبا بیا ده ربل لپاره د امریکا په ښکولو ښارونو کی ګدوډی را شروع کړی ځکه دا دشر اوفسادد بی ناموسه نسل دی

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب