یکشنبه, مې 19, 2024
Homeخبرونهد سوډان جګړه د پلازمېنې مهمو دولتي ودانیو ته ورسیده

د سوډان جګړه د پلازمېنې مهمو دولتي ودانیو ته ورسیده

تاند (یکشنبه، د حمل ۳ مه) په سوډان کې جګړه نن (یکشنبه) په پلازمېنې خرطوم کې د ولسمشرۍ د ماڼۍ په شمول د حساسو دولتي ودانیو شاوخوا ته راورسیده.

د ولسمشرۍ ماڼۍ او نورو دولتي ودانیو په شاوخوا کې د شدیدو ډزو غږونه اورېدل کېږي او ورسره جوخت اسمان ته د لوګیو او لوخړو څپې پورته کېږي.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، د مهمو دولتي ودانیو د نیولو پر سر د سختې جګړې له کبله د پلازمېنې ډېر اوسیدونکي بند پاتې دي ځکه چې هوايي ډګر تړل شوی او په لارو او واټونو کې په مرمیو د لګېدو خطر دی.

په سوډان کې د پوځ او د (آر ایس ایف) د ملېشه ځواک ترمنځ د قدرت پر سر جنګ ۸ ورځې پخوا پیل شو. دا دوې ډلې، چې پخوا سره متحدې وې، په ۲۰۲۱ کې یې په ګډه د کودتا له لارې واک ترلاسه کړ.

د سوډان د پوځ قومانده د جنرال عبدالفتاح البرهان او د آر ایس ایف قومانده د جنرال محمدحمدان دقلو په لاس کې ده چې په حمیدتي مشهور دی.

د الجزیرې تلویزیون د راپور له مخې، په ټول سوډان کې انترنیټ پرچاو شوی دی.

دواړه ښکېلې خواوې یو بل د هغه اوربند په ماتولو تورنوي چې د کوچني اختر په مناسبت اعلان شوی و. تراوسه پورې د دې جګړې له کبله سلګونه کسان وژل شوي او زرګونه نور ټپیان شوي دي.

رویټرز خبري اژانس له خرطوم څخه په راپور کې وايي، داسې کومه نخښه نه ښکاري چې ژر دې کومه خوا پر بلې لاسبرې شي.

شاهدانو سي این این تلویزیون ته ویلي چې دواړو خواوو د یکشنبې په سهار د خرطوم ښار د شاوخوا په جګړو کې له درنو وسلو کار اخیست.

ملګروملتو او بیلابیلو هیوادونو له دواړو سیالو جنرالانو غوښتي چې اوربند رعایت کړي، ملکیانو ته د وتلو لار ورکړي او اجازه ورکړي چې بیړنۍ بشري مرستې ورسول شي.

امریکا او یو شمېر نورو هیوادونو خپل دیپلوماتان له سوډان څخه ایستلي دي.

د سوډان جګړه د افغانستان د نولس سوه نوي یمې لسیزې کورنۍ جګړې ته خورا ورته ده، هغه جګړه چې نژدې و د ۲۰۲۱ په اګست کې بیا تکرار شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب