دوشنبه, مې 6, 2024
Homeخبرونهامریکا: افغانستان د داعش د همغږۍ په مرکز بدل شوی

امریکا: افغانستان د داعش د همغږۍ په مرکز بدل شوی

تاند:( دوشنبه ، د غویي ۵ )   واشنګټن پوسټ د امریکا د دفاع وزارت (پنټاګون) د افشا شویو اسنادو پر بنسټ په یوه نوي راپور کې ادعا کړې، چې افغانستان د داعش ډلې د همغږۍ مرکز ګرځېدلی او دا ترهګره ډله هڅه کوي له افغانستانه پر اروپا، امریکا او اسیا  بریدونه پلان کړي.

په دغو رازونو کې ادعا شوې، چې د داعش لخوا په قطر کې د سفارتونو، کلیساګانو، سوداګریزو مرکزونو او د تیر کال د فوټبال نړیوال جام په نښه کولو لپاره ځانګړې هڅې ترسره شوي.

د پنټاګون ارزونې ښيي چې په افغانستان کې د داعش مشرانو د تېر کال په ډسمبر میاشت کې د ۹ بریدونو پلان درلود او د روان کال په فبرورۍ کې دغه شمېر ۱۵ ته لوړ شو.

په دغه راپور کې د امریکا د دفاع وزارت د افشا شویو اسنادو ارزونې ته په اشارې سره ویل شوي: داعش د بهرنیو عملیاتو لپاره یو کم لګښته ماډل جوړوي چې له افغانستانه بهر پر سرچینو، په نښه شویو هېوادونو کې پر فعالینو او پراخو تسهیلوونکو شبکو باندې تکیه کوي.

راپور دا هم زیاتوي چې د افشا شویو اسنادو له مخې القاعده د زوال په حال کې ده او د دغې ډلې د بیا را ژوندي کېدو کومه نښه نشته.

  د بایډن د ادارې چارواکو د یادو اسنادو په اړه څه نه دي ویلي.

 طالبانو مخکې ورته راپورونه رد کړي او ویلي، چې داعش او نورې ترهګرې ډلې په افغانستان کې د پښې ځای نه لري او له دې ځایه کوم هېواد ته خطر نه دی پېښ شوی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب