شنبه, جون 29, 2024
Homeخبرونهدفاع وزارت: له پرون راهیسې ۳۵۶ طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې

دفاع وزارت: له پرون راهیسې ۳۵۶ طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې

تاند(شنبه، د ثور ۱۸) د افغانستان د ملي دفاع وزارت وایي، د هېواد په ۹ ولایتونو کې د افغان ځواکونو او طالبانو ترمنځ په نښتو کې ۲۵۰ طالبان وژل شوي او ۱۰۶ نور ټپیان شوي دي.

له ملي دفاع وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې په دې نښتو کې د وسله‌والو طالبانو ګڼ شمېر وسلې او مهمات له‌منځه وړل شوي دي.

د دوی په خبره، دغه مرګ ژوبله طالبانو ته په ننګرهار، لغمان، غزني، کندهار، ارزګان، هرات، فراه، هلمند او بغلان ولایتونو کې اوښتې ده.

دفاع وزارت زیاتوي، چې ۲۹کړۍ بېلابېل ډول ماینونه د ملکي خلکو، دفاعي او امنیتي ځواکونو د تګ راتګ په لارو کې ځای پرځای شوي وو، کشف او شنډ شوي دي.

بلخوا طالبان هم افغان ځواکونو ته د درنې مرګ ژوبلې د اړولو ادعا کوي.

د ملي دفاع وزارت د مالوماتو له مخې اوسمهال د افغانستان په ۱۲ ولایتونو کې د طالبانو او افغان پوځيانو ترمنځ نښتې روانې دي.

د یادونې ده چې نن د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد طالبانو ته خبرداری ورکړو، چې که سوله و نه کړئ، د جمهوریت غوښتونکو ترڅنګ درېږو.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب