دوشنبه, جولای 1, 2024
Home+عامر خان د خپل نوي فلم (لال سینګ چډها) صحنې چېرته ثبتوي؟

عامر خان د خپل نوي فلم (لال سینګ چډها) صحنې چېرته ثبتوي؟

تاند ( شنبه، د ثور ۱۸ مه)  هندي رسنۍ وایي، د بالیووډ سینما مشهور فلمي اداکار عامر خان د کورونا وبا سربېره د خپل راتلوونکي فلم د صحنو ثبتول پیل کړي او هڅه کوي دا فلم ژر جوړ او بازار ته وړاندې کړي.

د معلوماتو له مخې، عامر خان د دغه فلم (لال سینګ چډها) د اکشن صحنو ثبتولو په موخه د هند او چین سرحد ته نږدې لداخ سیمې ته رسیدلی دی.

که څه هم د نوموړي د تقسیم اوقات له مخې، دا صحنې باید د تېر کال د جولای په میاشت کې ثبت شوې وای؛ خو د هند او چین ترمنځ د حالاتو خرابېدو له امله بیا وځنډول شوې.

خان ویلي چې اوس د ۴ کسیزه ټیم سره یادې سیمې ته تللی او پاتې صحنې به ژر تر ژره ثبت کړي.

سرچینې وایي، دغه ساحه کې د ستونزو راپیدا کېدو له کبله یادو صحنو ته په ممبۍ کې هم سیټ جوړ شوی و، خو د عامر خان نه و خوښ شوی او ویلي يې و چې په اصل ځای کې به دا صحنې ثبتوي.

د بالیووډ د پیاوړي اداکار عامر خان د نوي راتلوونکي فلم (لال سینګ چډها) کیسه د هالي ووډ د مشهور فلم (فوریسټ ګمپ) څخه په رسمي ډول اخیستل شوې چې په هغه فلم کې ټام هانکس مرکزي کردار لوبولی و.

له عامر خان سره په دې فلم کې کرینه کپور خان مرکزي کردار لوبوي او هغې خپل کارونه د دویم ماشوم له زېږولو څو میاشتې مخکې بشپړ کړي و.

که څه هم عامر خپله د دې فلم د ژر چمتو کېدو خبر ورکړی؛ خو هندي رسنۍ اټکل کوي چې دا فلم ښايي په ۲۰۲۲ کال کې نندارې ته وړاندې شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب