تاند ( یکشنبه، د ثور ۱۹) د لوګر امنیتي چارواکي وايي، په دې ولایت کې په وسله والو طالبانو خپل ماين چاودنه کړې چې په ترڅ کې یې څلور تنه وژل شوي او یو بل ټپي شوی دی.
د لوګر د امنیه قومانداني له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، نن (یکشنبه، ۱۹ د غویي) وسله والو طالبانو غوښتل چې د لوګر ولايت له «قلعه شکر» سيمې پل عالم ته بوشکه یې ماين انتقال کړي چې پر لاره کې ورباندې خپل ماين چاودنه کړې ده.
خبرپاڼه کې همدا راز راغلي چې په دې پېښه کې د قاري «منصور» په نوم د وسله والو طالبانو د يو سيمه ييز قومندان په ګډون څلور کسان وژل شوي او يو بل يې ټپي شوی دی.
طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
د یوه بل خبر له مخې، ملي دفاع وزارت په یوه خپره کړې خبرپاڼه کې وایي، تېره ورځ دفاعي او امنیتي ځواکونو د میدان وردګو ولایت چک ولسوالي په «امبو خاک» سیمه کې وسلوال طالبان په نښه کړي دي.
خبرپاڼه وایي، د دغو عملیاتو په ترڅ کې طالبانو د یو مخکښ کس «قاري نعمت الله» مشهور په «بدر»، په ګډون ۴ طالبان ووژل شول او ۸ تنه نور ټپیان شول.
دا په داسې حال کې ده چې دې وروستیو کې وسلوالو طالبانو یو ځل بیا د افغان ځواکونو پر وړاندې بریدونو ته زور ورکړی او له کبله یې هره ورځ د ملکي وګړو ترڅنګ دواړو لوریو ته د مرګ ژوبلو راپورونه ورکول کیږي.