یکشنبه, مې 5, 2024
Homeخبرونهامریکا په افغانستان کې د تروریستي ضد جګړې لپاره په تاجکستان یا...

امریکا په افغانستان کې د تروریستي ضد جګړې لپاره په تاجکستان یا ازبکستان کې اډه جوړوي

تاند(یکشنبه، د ثور۱۹) امریکايي چارواکي له افغانستانه د ځواکونو له ایستلو وروسته له دغه هیواد د تروریزم د مخنیوي لپاره د افغانستان په شمالي ګاونډیو هیوادونو کې د اډو پر جوړولو غور کوي.

د ولسمشر بایډن د حکومت ځینو چارواکو وال ستریټ ژورنال ورځپاڼې ته ویلي، د دې لپاره چې ازبکستان او تاجکستان له افغانستان سره پوله لري دا هیوادونه د امریکايي پوځیانو د اډې لپاره مناسب ځایونه دي.

دوی دغه راز د خلیج د سیمې عربي هیوادونه هم لري چې ورڅخه په افغانستان کې د تروریستي هدفونو پر ضد ګوزارونه وکړي.

پاکستاني چارواکو هم لېوالتیا ښوولې چې په بلوچستان کې یوه یا دوې اډې امریکایانو ته ورکړي خو د امریکا او پاکستان په اړیکو کې د ترینګلتیا له کبله امریکا نه غواړي چې په پاکستان کې اډه ولري.

په همدې حال کې د امریکا او روسیې ترمنځ په اړیکو کې کړکېچ، چې د ولسمشر بایډن له واک ته رسېدو سره نور هم زیات شوی دی، د دې سبب کېږي چې روسیه په تاجکستان او ازبکستان کې د امریکايي پوځیانو له اډې سره مخالفت وکړي.

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازی زلمی خلیلزاد تېره اوونۍ تاجکستان او ازبکستان ته لاړ او د نورو مسلو ترڅنګ یې د اډو په اړه هم د دغو هیوادونو له مشرانو سره خبرې وکړې.

امریکا په افغانستان کې د تروریزم پر ضد د جګړې په لومړیو کلونو کې د قرغیزستان له مناس اډې او دغه راز په ازبکستان کې له یوې اډې کار اخیست. خو د روسیې د فشارونو له کبله قرغیزستان مجبوره شو چې له امریکا وغواړي چې له مناس اډې ووځي.

له ازبکستان څخه هم امریکايي پوځیان په ۲۰۰۵ کال ووتل.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب